عکرمه بن ابي جهل(رضي الله عنه)

ترتیب کوونکی: احمدجبیر
څانګه: سیرت صحابه اوله برخه

سیاتیکم عکرمه مومنا مهاجرا افلا تسبوا اباه
فان سب المیت یؤ ذی الحی ولا یبلغ المیـــــــــــــــت
ژر دی چې تاسي ته عکرمه مومن ،مهاجر راشي نو تاسي د هغه
پلار ته ښکنځل مه کوئ ځکه مړي ته ښکنځل ژوندي ځوروي او
مړي ته نه رسېږي . (محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم)
هغه وخت چې د رحمت پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هدایت او حق بلنه په ډاګه کړه ،عکرمه د حسب له حیثه د قریشو خورا عزتمن تن ؤ، او په هغو کې د خورا ښه نسب او ښه مال خاوند ؤ.
څنګه چې د هغه همزولو لکه سعدبن ابي وقاص ،مصعب بن عمیر او د دوی په شان د مکې د لوړو کورنېو زامنو اسلام منلی ؤ ،هغه ته هم که پلار يې نه وای ،مناسب ؤ چې اسلام يې منلی وای ،ته څه فکر کوي چې د هغه پلار څوک ؤ؟
د هغه پلار د مکې لوی ظالم ،د شرک لومړی مشر او د سختو عذابونو خاوند ؤ چې الله تعالی جل جلا له د هغه په زورورۍ سره د مومنانو ایمان ازمایښت سره مخامخ کړی او هغو له ثبات او استقامت څخه کار اخیستی دی ،او الله تعالی جل جلا له د دغه زورور په شر سره د باور کوونکو رښتینولې د ازمایښت لاندې نیولې او هغوی له ازمیښت څخه ریښتینې وتلي دي.
هغه زورور ابوجهل دی او بس.
دا د عکرمه پلار دی،او عکرمه بن ابو جهل مخزومي د قریشو د څو شیمر لویو مشرانو او له ښکاره و قهرامانو سپرو څخه یو تن دی،عکرمه بن ابوجهل د خپل د مشرۍ له امله خپل ځان مجبور وګاڼه څو د محمد صلی الله علیه وسلم سره دښمنې وکړي هماغه ؤ چې ده د پیغمبر علیه السلام سره سخته دښمنې پیل کړه او د هغه ملګروته يې زیات ضررونه ورسول او پر اسلام او مسلمانانو باندې يې سخت تکلیفونه راوستل تر دې چې د پلار د ډېرې خوښۍ سبب وګرځید.
کله چې د بدر په ورځ د عکرمه پلار د شرک جکړې مشري په غاړه واخیستله او لات عزی باندې يې سوګند یاد کړ ،چې دی به مکې ته تر هغو نه ستنیږې څو چې محمد صلی الله علیه وسلم ته ماتې ورنکړې هماغه ؤ چې ده تر دریو ورځو په بدر کې اوښان حلالول او ښځو ورته چمبې وهلي.
په دغه وخت کې عکرمه د ده بازو ؤ چې ورباندې يې تکیه کوله ،او لاس يې ؤ چې ورباندې يې نیول کول ،مګر لات اوعزی د ده غږ ته لبیک ونه ویل ځکه د دواړو د لاسه څه نه کیده،هماغه ؤ چې په بدر کې مړ پریوت او عکرمه زوی يې کتل چې د مسلمانانو غشې د ده په وینو رنګېږي او پخپلو غوږو يې اوریدل چې دی له خولې څخه د فریاد وروستي غږونه وباسي.
عکرمه مکې ته ستون شو ،او د قریشو سردار يې په بدر کې (مړ) پریښود او د ماتې له کبله يې ونکړای شو چې هغه په مکه کې خښ کړي بلکې دی دې ته اړ چې د میدان څخه تیښته وکړي ،او د هغه مړی مسلمانانو ته پریږدي.مسلمانانو د هغه او د مشرکانو د نورو وژل شویو کسانو مړي په قلیب (د بدرپه میدان کې د يو څاه نوم) کې واچول او شګې ورباندې واړولې.
له هماغې ورځې د اسلام په باب د عکرمه بن ابي جهل حال په بله شو ،او دا په دې ډول چې په اوله کې يې د پلار د ننګ له امله د اسلام سره دښمنې کوله او نن ورځ د هغه د کسات د اخیستونکي په حیث وګرځید. عکرمه بن ابي جهل د هغو کسانو په ډله کې چې د هغوی پلرونه په بدر کې وژل شوي ؤ ،د محمدصلی الله علیه وسلم په مقابل کې د مشرکانو په زړونو کې د دښمنۍ اورونه بلول ، او هم يې د هغو قریشو په زړونو کې چې د هغوی وژل شوي کسان بي کساته پاتي ؤ،د کسات اخیستلو سکروټې تازه کولې تر دې چې د احد پېښه منځ ته شوه.
عکرمه احد ته ووت،او د هغه سره ښځه يې (ام حکیم)هم د هغو ښځو په ډله کې چې د هغوی خپلوان په بدر کې وژل شوي ؤ،ووتله او د هغوی سره يې د قریشو د جنګیانو د تودولو په غرض او داچې څوک د جنګ له میدان څخه تیښته ونکړې چمبي وهلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close