اشر پر دیواله

اشر پر دیواله

طالب فیضان

را ځوړند دي تصویر زما دځیګر، پر دیواله
لیکلی دي انځور دی انځورګر، پر دیواله

زما د وران وطن حالات به څه درته تشریح کړم
پرتې دي ويني ويني د بشر، پر دیواله

دې کلي کي مسجد او هم امام دی شهيد شوی
جوړ کړی نړیوالو دی اشر، پــر ديواله

دا هسکه نرۍ غاړه دي صرف یو ځلي ښکاره کړه
ښکاره کړه توري سترګي سراسر، پر ديواله

تیرې سترګي دي وګوره یو خوا بل خوا تري وزي
دا کاڼي کاڼي زړونه کړي نظر، پر دیواله

دا څه توره تياره ده زموږ هیواد کې ای فیضانه
لویدلی ژړی لمر دی مازدیګر، پر ديواله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close