ننګرهار کې د غالیو اوبدلو صنعت پراخ شوی دی

عزم (سه‌شنبه، ۰۹ تله، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د غالیو اوبدلو صنعت پراخ شوی او اوس‌مهال سلګونه کسانو ته په دغه برخه کې کاري موکه برابره شوې ده.

د چارواکو په خبره، اوس مهال په ننګرهار کې له شلو ډېرې د غالیو اوبدلو وړې او لویې فابریکې فعاله دي او سلګونه کسان په خپلو کورونو کې په غالۍ اوبدلو بوخت دي.

په جلال اباد کې د غالۍ اوبدلو د یوې فابریکې مسوول سید جواد وايي، تولیدات یې یوازې د افغانستان دننه محدود نه دي، بلکې بهرنیو هېوادونو ته یې هم صادروي.

دی وايي، د فابریکو سربېره سلګونه کسان په خپلو کورونو کې هم کار کوي او دوی ترې تولیدات اخلي او له پروسس وروسته یې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

د ده په خبره، د غالۍ اوبدلو ټول توکي په کور دننه پیداکېږي او د غزنۍ «وړۍ» ډېره مشهوره ده.« افغاني غالۍ خورا مشهورې دي. په کور دننه کې يې مینه‌وال زیات دي، بهرنيان یې هم د خپلو کورونو د سینګار لپاره په لوړه بیه رانیسي، نه یوازې دا چې تولیدات يې دلته بازار لري بلکې بهرنیو هېوادونو ته یې هم لېږي.»

د  سید جواد په خبره، په خپلو فابریکو کې یې سلګونه کسان هم د غالۍ اوبدلو په برخه کې روزلي دي، چې اوس زیاتره په خپلو کورونو کې غالۍ جوړوي.

نوموړی له حکومت غواړي، چې افغاني غالیو ته پام وکړي او تولیداتو ته یې ښه بازار پیدا کړي.

دی وايي، لا هم ډېرې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي، چې حکومت ورته هېڅ پام نه دی کړی.

افغاني غالۍ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپل مینه‌وال لري او هر کال زرګونه متره غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close