د انتخاباتو کمیسیون وایي د ۸۵۱ مرکزونو اړیکه ورسره پرې شوې

عزم(شنبه، ۶ تله ۱۳۹۸): د انتخاباتو کمیسیون وایی چې د هیواد په لر او بر کې د رایې اچونې د ۸۵۱ مرکزونو اړیکه ورسره پرې شوې ده او دمګړی هیڅ اړیکه ورسره نه لري.

بلخوا بیا پر ټاکنو د څار بنسټ تیفا وایي چې په سلو کې ۹۸ فیصده د رایې اچونې مرکزونه خلاص وو خو په سلو کې بیا په ۸۸ فیصده مرکزونو کې تخنیکي مشکلات موجود وو چې د رایې اچونې بهیر له سختو ستونزو سره مخ وو.

دغه اداره وایي د مخابراتي شبکو بندیدلو یا نه شتون انتخاباتي پروسه په ګڼو ولایتونو کې له ستونزو سره مخ کړې ده.

د تیفا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ۱۲ ولایتونو کې دا مهال مخابراتي شبکې کار نه کوي او د ولایتونو د انتخاباتو مرکزونو اړیکې له مرکز سره تړلې دي او څومره چې لازمه ده هغومره هماهنګي وجود نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: