لوګر کې ټولې لویې لارې د طالبانو سرې قطعې د تګ راتګ لپاره ټولې لارې تړلي دي

عزم(شنبه، ۶ تله، ۱۳۹۸): نن ورځ د لوګر مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې طالبانو د تګ راتګ عامې لارې بندې کړي دي او د رایې اچونې مرکزونه اکثر تړل شوي ځینو کې بیا یواځې کارمندان شتون لري.

د کابل سره پرته محمداغه ولسوالۍ کې د کابل ګردیز په لویه لار د واغجان بازار کې نن سهار مهال د انتخاباتو په مرکز برید وشو چې مرکز یې له فعالیت ولوید دا مهال رایه اچونه پکې نشته.

د محمداغې ولسوالۍ په زرغونښار، برګ، د ولسمشر کلي سرخاب او نورو ټولو سیمو کې د انتخاباتو مرکزونه تړل شوي دي رایه اچونه شتون نه لري.

د محمداغې په څیر په مرکز کې هم د رایې اچونې مرکزونه شتون نه لري او د ولایت سره په دوه کیلومتری کې د حصارک سیمه کې طالبانو د انتخاباتو په مرکز برید کړی څلور میله وسله یې ترې نیولې او ۹ تنو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

همدا راز د مرکز اړوند پورک، دشت باري، شهرک، دادوخیل، حصارک، بابوس، شولک، پیاروخیل، سرسنګ، پښتون اباد ټولو سیمو کې طالبانو د رایې اچونې مخه نیولې او د رایه اچونې مرکزونه نشته.

بل خوا بیا په برکي کې طالبانو په برکي برک او برکي راجان دواړو بازارونو کې د انتخاباتو په مرکزونو بریدونه کړي یو ټانګ او څو میله وسلې یې نیولي دي د رایې اچونې ټول مرکزونه یې تړلي.

د برکي او نورو ولسوالیو په څیر په څرخ، ازره او خوښۍ ولسوالیو کې هم د رایې اچونې بهیر په ټپه ولاړ دی طالبان چاته اجازه نه ورکوي چې رایه واچوي د یوې سروې له مخې په ټول ولایت کې له سهار راهیسې بیا تر اوسه د رایو شمیر د ښارونو سره بیا هم پنخه سوه ته نه رسیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close