له ټاکنو د ښادۍ تمه: خیال است و محال است و جنون

خط اول

تر زیاتو خنډونو او ځنډونو وروسته باالآخره د ولسمشریزو ټاکنو پیلېدو ته یوازې ساعتونه پاتې شول.

سبا، شنبه (د میزان په ۲مه) به ولسمشریزې ټاکنې پیل شي. د ټاکنو کمېسیون ویلي چې په ټول هېواد کې به د رایو ورکولو ۴۹۲۸ مرکزونه خلاص وي، چې د سهار له اوو بیا د ماسپښين تر درو بجو پورې به خلک رایې پکې کارولای شي. د کمېسیون په خبره، ۴۴۵ مرکزونه به د امنیتي ستونزو له امله تړلي وي. د امنیتي ستونزو خبره له دې سره یوځای کیږي چې نږدې یو لک دولتي عسکر د انتخاباتو د امنیت لپاره مؤظف شوي دي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون وايي چې ۹،۶ میلیونه کسانو نوم-لیکنه کړې ده. خو دا چې د رایې ورکولو مراکز زیاتره په لویو ښارونو کې دي، امنیتي وضعیت نازک دی، خلک رایې ورکولو ته چندان تمایل نه لري، نو ممکنه نه برېښي چې همدومره کسان دې رایه ورکړي.

د ۲۰۱۴ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله د سږ کال ټاکنې له زیاتو او سترو ننګونو سره مخ دي. یوه ستره ننګونه د طالبانو ګواښ دی. د نورو کلونو برعکس، سږ کال طالبانو په ډاګه ویلي چې ټاکنیز مراکز به یې د بریدونو هدف وي او خلک یې له رایې ورکولو منع کړي دي.

د طالبانو دوو کمېسیونونو د ټاکنو په اړه په خپلو خپرو شوې اعلامیو کې له خلکو غوښتي چې د ټاکنو په ورځ په کورونو کې واوسي او له سفر کولو ډډه وکړي ځکه بریدونه حتمي دي او کېدای شي لویې او کوچنۍ لارې تړل شوې وي. د طالبانو د دې جدي ګواښونو له امله زیاترو خلکو د رایې نه ورکولو پرځای پرېکړه کړې ده.

بل ګواښ تر ټاکنو وروسته د جنجال رامنځته کېدو قوي احتمال دی. نوماندانو د کمپاینونو له پیله لا پر یوه بل د فساد او د ټاکنو د مهندسي کولو تورونه لګول. که خبره جنجال ته ولاړه شي، هېواد به یو ځل بیا له سیاسي بحران سره مخ شي. او که ټاکنې بل پړاو ته ولاړې، دا به بیا بل غم وي.

د ملګرو ملتونو، نورو څارونکو ادارو، د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او پخپله د نوماندانو له څرګندونو له ورایه ښکاري چې هیڅوک هم باور نه لري ټاکنې به شفافې او له درغلۍ، جنجاله پاکې وي. ټاکنې د دې لپاره کیږي چې د امریکا په لاس دا جوړ شوی حکومت څه ناڅه مشروعیت ترلاسه کړي، خو که ټاکنې یو ځل بیا جنجالي، له درغلۍ او فساده ډکې شي، نو دا هیله بیا خیال است و محال است و جنون.

خلاصه دا چې د تېرو ټاکنو په څېر له دې ټاکنو هم د ښادۍ او د هېواد د آبادۍ تمه درلودل بېځایه ده. پر هېواد د امریکا له یرغل راهیسې دا څلورم ځل دی چې ولسمشریزې ټاکنې کیږي، خو موږ وینو چې کوم لور ته روان یو. تر هر ځل ټاکنو وروسته باید افغانستان یو ګام مخکې تللی وای، خو کیسه برعکس ده: هر ځل ټاکنو سره افغانستان نور هم په ستونزو کې ډوبیږي. پرېکړه اوس د هر چا په خپل لاس کې ده، له ماضي عبرت اخلي او که یو ځل بیا پخوانۍ کړنې (که تېروتنې یې وبولو ډېره پرځای به وي) تکراروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close