د دار رسۍ

عاکف مهاجر

یو سر دلته مات شوی یو لښکر دلته مات شوی
په دغه ورځ د سره قصر سنګر دلته مات شوی

سهار ورپسې راغلو توره شپه یې کړله ورکه
سردار د کمونیزم او رهبر دلته مات شوی

یو چا ته یې د دار رسۍ په غاړه کړه ور پورې
بد تر ولو له ټولو نه بد تر دلته مات شوی

چې تل به یې زګونه بادیدل په غر غرو وو
مختوری نجیب لاړلو اخر دلته مات شوی

د دې عصر نجیب دې له ها بله عبرت واخلي
د سپین قصر غلامه سور لښکر دلته مات شوی

صبا به اریانا چوک کې په تا خلک راټول وي
ناټو به درنه تښتي او اشر دلته مات شوی

عاکف اوس په ښکاره به درته داخبره وکړم
دا خوب مې دی لیدلی د ستا سر دلته مات شوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close