په زړه پوري معلومات

• د مور اواز یوازینی آواز دی چې ماشوم یې پېژندلای شي او تمییز یې کولای شي.
• تمساح توان لري چې پوره یو کال له خوراک پرته واوسي او آس کولای شي تر شلو ورځو له خوراک پرته ژوند وکړای شي.
• ایشېدلي اوبه له سړو اوبو څخه ژر یخی کیږي، خو بیا هم دا تل نه واقع کیږي او نه هم ساینس پوهانو د دې راز کشف کړی دی چې په دې کې حکمت څه دی.
• ځیني حیوانات کله ناکله په ډېر ژور خوب ویديږي، تر داسي چې داسي ډېر زورور ویښونکی نه وي لکه د ورځي تودوخه، د شپې تیاره او یا هم د یو څیرونکي حیوان ناڅاپي حمله، نو هغوی نه ویښیږي.
• په انټارکټیکا کې د وینو آبشارونه موندل کیږي. خو هغه په حقیقت کې له هایډروکسیډ اوسپني څخه عبارت دي. هغه یو ډول مالګه ده چې پر اوسپنیزي مادې مشتمله ده، دغه مالګه د یخي د سیلان سره د نور یخي پر سطحه بهیږي او د وینو شکل وړاندې کوي.
• تر څو چې په خوله کې ناړي نه وي، د شي د خوند څکل او پرې پوهېدل ناممکن دي.
• بهېدونکی آکسیجن په شنه شکل کې لیدل کیږي.
• تازه هګۍ چې په خوږو اوبو کې واچوې، ډوبیږي خو زړه هګۍ یې پر سر ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close