د حقیقت او خیال ترمنځ فرق

استاذ له شاګردانو څخه پوښتنه وکړه چې د حقیقت او خیال تر منځ څه توپیر دی؟
شاګردانو ورته وویل: استاذ محترم! ته چې مونږ ته درس وایې دا یو حقیقت دی اوته چې دا فکر کوې چې مونږ یې هم وایو، دا خیال دی.

خاوند په لیپ ټاپ مصروف ؤ او خپل دفتري کار یې رانغښتی او ټلیفون یې د فریج پر سر چارج ته پروت ؤ، مېرمن بالښت ته ډډه وهلې ناسته په موبایل اخته وه. کړنګ شو د خاوند واټساپ ته میسج راغی، خاوند په بیړه ورولاړ شو چې ښایي ضروري میسج راغلی وي، واټساپ چې یې خلاص کړ، د مېرمني میسج راغلی ؤ او لیکلي ؤ چې:
«چې راځې له فریج څخه د چیښلو اوبه درسره راواخله.»

وکیل: تا د پولیس په جیب کې لګېدلی سګریټ ولي واچاوو؟
مجرم: پولیس راته وویل که کار ایستل غواړې نو لومړی جیب راګرم کړه.

استاذ پوښتنه وکړه چې فلانیه ستا د پلار نوم څه دی؟
هغه ځواب ورکړ: ګوګل
استاذ: دا څنګه نوم دی؟
شاګرد: استاذ محترم! زه چې هر ځای ولاړ شم هغه مي پیدا کوي، ځکه خو ګوګل دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close