په زړه پوري معلومات

ابوبکر مهاجر

• د قطب شمالي له اسمان څخه لمر په کال کې ۱۸۶ ورځي په بشپړ ډول غائبیږي.
• په نیوزیلینډ کې د پسونو شمیر تقریبا ۷۰ ملیونه دی په داسي حال کې چې هلته د انسانانو شمیر له ۴ ملیونه څخه زیات نه دی.
• د هندوستان له قومونو څخه یو قوم داسي شته چې اجازه نه لري چې زوی له پلار څخه په قد کې لوی شي، که چیري جګیږي نو له پلار څخه د رانیولو په نامه به هغه ته پیسې ورکوي.
• که چیري لږ اندازه الکوحل پر یو زهرجن لړم باندې واچول شي نو هغه بیا خپل ځان خپل وهل پیل کړي تر داسي چې مړ شي.
• څو کلونه مخکي د کانګو په ډیموکرات ایالت کې د فوټبال د لوبي پر مهال اسماني تندر راولوېد چې په په نتیجه کې یې د یوه ټیم ټول غړي ووژل خو د حریف ټیم یو غړی یې حتی زخمي هم نه شو.
• په ۱۸۹۴ کې د امریکا په متحده ايالاتو کې یوازي ۴ موټران ؤ.
• د نړۍ په تاریخ کې چې د چرګوڼي څومره الوتل ثبت شوي دي، صرف ۱۳ ثانیې (سیکینډونه)ؤ.
• په ډومینکان جزیره کې ښځي بیله او نارینه بیله ژبه وایي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close