د تاریخ زریني پاڼی

ابوبکر مهاجر

د لوڅ بدن څښتن
یو داسي انسان ؤ کوم چې دنیا د ضرار بن ازور په نامه پېژندی. دا یو داسي انسان ؤ چې هغه وخت یې دښمن له نامه څخه لړزېدی او د هغه پر لاره له راتللو څخه به یې نټه کول.

کله چې به جګړه وه نو ټول پوځ او دښمن به زغره او جنګي لباس اغوستی جګړه به یې کول، مګر آفرین دي وي پر ضرار بن ازور باندې چې زغره خو لري خبره ده، خپلي جامې به یې هم له تنه لري کړې. خوځېدونکي اوږده ورېښتان به چې کله د جنګ ډګر ته راووت نو له شا به یې د آسونو دوړي او مخي ته به یې د دښمن مړي ؤ. په دومره چالاکي، بیداري او مردانګي سره به جنګېدی چې د سترګو په رپ کې به یې ددښمن صفونه څیري او ترې وبه وت. د هغه د زړه ورتوب او جنګیالیتوب له امله بې شمېره ځله حضرت خالد رضي الله تعالی عنه د هغه ستایلو او انعام و اکرام ورکولو ته اړ شو.

د دښمنانو تر منځ د لوڅ بدن د څښتن په نامه مشهور ؤ.

د رومیانو د لکونو شمېر پوځ سره د اجنادین جګړه روانه وه، حضرت ضرار رضي الله تعالی عنه میدان ته راشوه شو او پر صف ولاړ دښمن باندې د طوفان په څیر رامات شو، په دومره تیزي او زړورتوب چې په جګړه جګړه یې د دښمن صفونه څیري د مسلمانانو له لښکر څخه بیل او د کفارو منځ ته ورسېدی. کفارو چې کله هغه خپل په منځ کې ولید نو محاصره یې کړ او له ډیري جګړې وروسته یې په ډېر مشکل سره اسیر کړ.

حضرت خالد رضي الله تعالی عنه له خپل زړور پوځ څخه یوه ډلګۍ تیاره کړه او د حضرت ضرار رضي الله تعالی عنه د راخلاصولولپاره یې لارښوني ورته وکړې. په دې حال کې یې یو نقاب اغوستی آس سپور ولید چې په ډېره تیزي سره یې آس پونده کړی او د دښمن په لور د حملې په نیت روان دی. دې ځوان په دومره سختي او غضب سره پر دښمن حمله وکړه چې له مخه یې دښمن پر شا تمبېدلو ته اړ شو. حضرت خالد رضي الله تعالی عنه د هغه دې زړورتوب او ماهر جګړییز وار ته حیرانی یوړ او له ملګرو یې پوښتنه وکړه چې دا سپور څوک دی؟ خو ټولو لاعلمي وښودل چې نه یې پېژنو. حضرت خالد رضي الله تعالی خپلو ملګرو ته د هغه ځوان د مرستي کولو امر وکړ او خپله هم د مرستي لپاره د ځوان سره بغل ګیر شو.

خونړۍ جګړه روانه وه، کله به حضرت خالد رضي الله تعالی عنه د دښمن له حلقې څخه په راوتلو کې د هغه ځوان مرسته کول او کله به هغه د خالد رضي الله تعالی عنه مرسته کول. حضرت خالد رضي الله تعالی عنه د ځوان له زړورتوب څخه سخت متأثر او د همدې جګړې په حال کې یې پوښتنه ترې وکړه چې څوک یې ته؟ ځوان د ځواب پر ځای خپل مخ واړاوه او پر دښمن یې بیا یرغل وروړ. په موقع موندلو سره خالد رضي الله تعالی عنه بیا پوښتنه ترې وکړه چې ځوانه ته څوک یې؟ ځوان بیا له ځواب ورکولو پرته پر دښمن حمله وکړه او هر لور یې توره وهل. دریم ځل حضرت خالد رضي الله تعالی عنه ځوان ته د خدای واسطه ورکړل چې ای زړوره! ته څوک یې؟ د نقاب له شا څخه د ښځي اواز راغی او ویې ویل چې زه د ضرار بن ازور خور خوله بنت ازور یم او تر هغه به په قرار نه کښېنم تر څو چې مي خپل ورور د دښمن له منګولو نه وي خلاص کړی. خالد رضي الله تعالی پوښتنه ترې وکړه چې مخکي دي ولي نه راته ویل؟ نوموړي ځواب ورکړ چې تا منع کولم. خالد رضي الله تعالی عنه ورته وویل چې ستا د راتللو څه ضرورت ؤ، مونږ یې د ازادۍ لپاره کافي ؤ، نو حضرت خولې رضي الله تعالی عنها ځواب ورکړ چې کله چې پر وروڼو مصیبت راځي نو خویندي وروړاندې کیږي.

بیا مسلمانانو او حضرت خولې رضي الله تعالی عنه په ګډه حضرت ضرار بن ازور رضي الله تعالی عنه آزاد کړ.

مسلمانانو! اسلام د وینو او قربانۍ په سمندر کې لامبو وهونکی تر مونږ پوري رارسېدلی دی، د هغه قدر وکړئ، د جهاد جذبه ژوندۍ وساتۍ تر څو چې ټولو مسلمانانو جهاد کاوه، دهغوی برم او وقار پر خپل حال ؤ خو له کله چې یې جهاد ته شاکړې ده د زوال ورځي یې پیل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close