ولسي جرګه: طالبان او امریکا باید ژر تر ژره بیرته مذاکرات پیل کړي

عزم(سه شنبه، ۲۶ وږی ،۱۳۹۸)د ولسي جرګې وکیلان وایي اوسمهال د سولې خبرې اړینې او تر بلې هرې برنامې اولویت لري چې حکومت او امریکا باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
د ولسي جرګې استازي «منورشاه بهادری» د جرګې په ننۍ ناسته کې وویل، له امریکایي لوري غواړو چې د مذاکراتو پر لغوه کیدو بیا غور وکړي او له طالبانو سره د مذاکراتو بیا پیل ته هرڅومره ژر چمتوالی ونیسي.
د جرګې رئیس میر رحمان رحماني بیا وویل، چې د ملکي مرګ ژوبلې د کموالي په خاطر باید ټول لوري هرڅومره ژر خپلمنځي توافقاتو ته ورسیږي او په دې برخه کې باید مهم ګامونه واخلي.
وکیلانو دغه راز سوله تر انتخاباتو اړینه او ضروري یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا پروسه باید په هرڅومره قیمت تعقیب شي تر څو د افغانستان ولسونو له تلپاتې آرامي او سوکالي برخمن شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close