څو پوښتنې او د اشرف غني ماته خوله

جیلاني خان
کرزی لا ښه و، که هر څه یې کول، خو د خلکو د قناعت لپاره یې کله ناکله خبري کانفرانسونه دائرول او د خبریالانو ژوندۍ پوښتنې یې ځوابولې. اشرف غني چې راغلی د ولسمشر خبري کانفرانسونه هم قدغن شوي. بس نو مرستیال ویاند، مرتضوي،صدیقي، مینه پال او نور یې پیدا کړي، خبریالانو ته یې ورلیږي تر څو د مفکر سوړې پرتاګه ته پینې کیږدي. د ډاکټر عبدالله له مناظرې د اشرف غني تیښتې ثابته کړه چې دغه د درواغو مفکر یې هسې پنځه کاله د وطن په برخلیک تپلی و، نه مفکر دی نه یو شی هسې یو رواني رنځور او ډر لیونی دی.
اشرف غني خو له پوښتنو داسې تښتي لکه بیزو ته چې بلخ وریاد کړې، خو که کله مو ورسره سترګې مخامخ شوې، لاندې پوښتنې ضرور ترې وکړئ. د یادونې وړ ده چې دا پوښتنې د پژواک آژانس په استناد د اشرف غني د هغو وعدو په اساس ترتیب شوې دي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې د ټاکنیز کمپاین په محل له افغان اولس سره کړې وې. خو په پنځه کلنه موده کې یې نیم فیصد هم ترسره نه کړې. د اشرف غني وعدې ډیرې وې خو ما یې فقط څو نمونې را واخیستې.
جناب ولسمشر او مفکر صاب!
په تېر ټاکنو کې چې دوستم هم درسره و، تا په جوزجان کې وویل چې په دې ولایت کې د نفت و ګاز په برخه کې د څیړنو تخصصي پوهنتون جوړوم. آیاجوړ دې کړ؟
ویل دې د جوزجان له ګاز نه برق تولیدوم او ټول شمال به پرې روښانه کړم. د هغه برق تارونه تر کومه ځایه ورسیدل؟
د کابل په یوه ټاکنیزه غونډه کې دې ویلي وو، چې زما په پنځه کلنه واکمني کې به د افغانستان هیڅ فرد بې کوره پاته نه شي. ته دا ووایه چې په تیرو پنځو کلونو کې دي څومره کورونه ودان کړي؟؟ آیا دومره به وي لکه په شپنیو عملیاتو کې دې چې وران کړي دي؟؟؟
د هلمند خلکو ته دې ویلي وو چې د کجکي بند له سره جوړوم، هلمند به د مالوچو ستر صادرونکی وي، ګودامونه به ورته جوړ کړم او خرڅلاو ته به یې بازار پیدا کړم. ته راوښیه هغه ستا د پنبه وو بازار چې رخت ترې تولید کړو ګوندې خیاطانو ته په کار ورشي؟؟
ویل دې چې سرحدي ولایات به په ترانزیتي ولایاتو بدل کړم. کونړ هم یو سرحدي ولایت دی او د پاکستان توغندي ورته په ترانزیت را روان دي. آیا همدغه ترانزیت دې مقصد و؟؟؟
په کندز کې دې ویلي وو چې دا ولایت به د بین المللي ترانزیت مرکز وي، بندر شیرخان به لوی تجارتي بازار شي او د اورګاډي کرښه به ترې تېره شي. کندزیانو ته دې دا وعده هم ورکړې وه چې د آمو سیند غاړې درته پخوم چې ځمکې مو ونه شپیلوي. یو زراعتي پوهنتون درته جوړوم، هوایي ډګر مو درته پراخوم. د ښځو لاسي صنائعو ته بازار پیدا کوم او زراعت مو په نړیوال معیار میکانیزه کوم . . . ته اوس دا ووایه چې ستا په پاچاهي کې کندز څو واره سقوط شو او د ابدان دښتې د پوهنتون په ناکاره ودانۍ کې د امام صاحب ولسوالۍ له اوسیدونکې میرمنې سره عسکرو کوم عمل کړی و؟؟؟؟؟؟
د پکتیا خلکو ته دې ویلي وو چې د مچلغو بند به درته جوړ کړم او د زرمت سرک به پوخ کړم. د ځنګلونو د حفاظت او ودې په برخه کې به د جرمنیانو پخوانۍ طرحه عملي کړم. . . دا ووایه چې دغه پروژې دې په زړه دې که دې د حافظې په میمورۍ کې ویروس خوړلي دي؟؟
د ننګرهار خلکو ته دې وعده ورکړې وه چې په دې ولایت کې به یو اسلامي پوهنتون جوړ کړم. په دې ولایت کې به دومره برق تولید شي چې حتی ګاونډي ولایات به روښانه کړي. جلال اباد به په صنعتي مرکز بدل کړم چې حتی خارج ته به تولیدات لري. د ننګرهار کانال به له سره جوړ او د کونړ سیند اوبه به مهار کړم. . . ته اوس دا ووایه چې دا په ارګ کې دې شیطان څراغ ولې لګولی خو د ننګرهار برق ته کُنډه ولګوه. بله دا چې لومړی دا پوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې خرڅیدونکي پاپړ خپل تولید دی او که ستا په شان خارجي مال دی؟؟؟
کندهاریانو ته دې ویلي وو چې ټول بندیان مو آزادوم، کندهار به د سیمې په سطحه په ترانزیتي مرکز بدل شي، کندهار به له پاکستان سره په ریل پټلۍ وصل شي. تر روزګانه به دوه طرفه سرک درته جوړ کړم، د ترکمنستان ګاز به د کندهار په لار جنوبي اسیا ته ورسوم او دا ولایت به د انرژۍ مرکز شي. . . . اوس چې ستا د هغو وعده پنځه کاله پوره شوي، لږ تر لږه یوه وعده خو یاده کړه چې په ځای شوي وي؟؟؟؟
د بامیانو خلکو ته دې وعده ورکړې وه چې دا ولایت به د توریزم( سیاحت) په مرکز بدل کړم. له بامیان تر هراته به پوخ سرک جوړ کړم او د افغانستان جنوب او شمال به د بامیان له لارې سره ونښلوم. په هرات کې دې ویلي وو چې دا ولایت له ایران سره په خط آهن نښلوم، له هراته به نړۍ ته د ځمکې او هوا له لارې د صادراتو زمینه برابره کړم، او دا ولایت به هم د نورو سرحدي ولایاتو په شان د ترانزیت مرکز شي. . . ته دا ووایه چې هغه د ټاپي د پروژې خښته دې چې کیښوده، آیا تر اوسه بله خښته ورباندې ایښودل شوې او که هغه زړه هم بارانونو شړولې ده؟؟؟؟؟؟؟
فاریاب کې دې ویلي وو چې د آقینه بندر د اورګاډي پټلۍ به له بلخه تېره کړم او د شیرخان بندر له پټلۍ سره به یې ونښلوم، فاریاب به تجارتي مرکز شي، په آقینه بندر علاوه به د خواجه قچي بندر هم جوړ کړم. په المار کې به د اوبو بند جوړ کړم، دومره اوبه به ذخیره کړي چې فاریاب به د افغانستان د غنمو ګودام شي. د قالینو صنعت ته به رشد ورکړم او د فاریاب ــ بادغیس په ساحه کې د حلقوي سړک نیمګړې برخه به تکمیل کړم. دا راته ووایه چې آیا ستا په پنځه کلنه واکمني کې ( د رسول لنډي له واقعې پرته) له فاریابه کوم بل نوی خبر اوریدل شوی ؟؟؟ وبښئ ستاسو فعال کمپاینر قیصاري مې له یاده وتلی وو. . .!
د بدخشان په اړه دې ویلي وو چې په دې ولایت کې به د وریښمو لار د پامیر په غرونو واړوم او له چین سره به یې وصل کړم. بدخشان به رسما د نړیوال ترانزیت مرکز اعلان کړم . . . وغیره وغیره . . . دا راته ووایه چې هغه د وریښمو سرک لکه چې نه دی جوړ شوی، ځکه د بدخشان کران و منجان ته خو آبله ورځ ولسوال او عسکر د پنجشیر له اړخه پیاده ورواوښتل. . !؟
کابل کې دې ملایانو ته ویلی وو چې په هر زون کې یوه لویه مدرسه جوړوم. تر څو افغان طالبان نورو هیوادونو ته لاړ نه شي. تر اوسه دې څو مدرسې جوړې کړي دي؟؟ موږ خو چې لیدلي د تګاب لویه مدرسه دې ونړوله او د غزني په نور المدارس دې درې واره چاپه ووهله او طالبانو دې بندیان کړل. هغه په کلیو او اطرافو کې لسګونه ړنګې مدرسې خو هسې د رسنیو له سترګو داسې پټې پاته دي لکه په کندز او میدان وردګ کې د ماشومو حافظانو قتل عام . . . بله دا چې تا خو ویل د ارګ او مسجد فاصله به کمه کړم، مګر په تیرو کلونو کې له ارګه د کلیسا ګنګوسې راووتې، دغه راز د ارګ او فحشاء خانو تر منځ نه یوازې فاصله کمه شوه، بلکې د جنرال حبیب الله احمدزي په خبره ارګ خپله په هیرا منډيي بدل شو. . . نو پوښتنه مې دا کوله چې په دا تسپو څه شی وایې، ته تېره کړه : قل هوالله . . .!
چې خبره د مذهبي چارو شوه، نو څو نورې پوښتنې هم را په زړه شوې: آیا د اوسني زمانې په تثلیث قائل مسیحیان اهل کتاب بلل کیږي او کنه؟ که اهل کتاب نه وي نو معلومه خبره ده چې له رولا غني سره ستا نکاح نه ده صحیح، آیا اندیښنه نه در لویږي چې په دې اساس مو څلویښت کاله په زنا کې تېر کړي؟؟ آیا په یونیم میلیارد مسلمانو کې بله ښځه نه وه چې له یوې کافرې سره مو نکاح وکړه؟ دا راته ووایه چې زامن او لمسیان دې مسلمان دي که کافران؟؟ آیا د اسلام له ضروریاتو خبر یې؟ د جنازې لمونځ څو رکعته دی؟ تهجد غرمه په څو بجې کیږي؟ امام حسین د چا زوی و؟ بخاري شریف د چا کتاب دی؟؟؟ د اختر لمانځه کې رکوع مخکې ده که سجده؟؟
آیا پښتون او افغان یې؟؟ که افغان يې ولې دې په انګریزي کې ژبه نه نښلي خو په پښتو کې درګرده لفظي غلطۍ کوې؟؟ د پښتو املاء دې زده ده؟ آیا له دې جملې معنی ایستلی شې( ولي د ولي د ولې ولې ولې وُلي) بل دا راته ووایه چې په پښتو کې یاګانې په څو قسمه دي؟؟؟؟؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close