د مذاکراتو اوږده لړۍ د چا په ګټه پای ته ورسېدل؟

ابوبکر مهاجر

تقریبا د لسو میاشتو مذاکراتو اوږده لړۍ وروسته له هغه پای ته ورسېدل کله چې ډونالډ ټرمپ د یو امریکایي پوځي وژل کېدل بهانه وګرځول. د ټرمپ پرېکړه ډېرو اقلو کسانو وستایل چې په لړ کې یې د افغان چارواکو ترڅنګ دوه درې د بهرني هیوادونو افراد وو.

سیاسي شنونکي او ځیني امریکایي چارواکي په دې اند ؤ چې د مذاکراتو له پروسې څخه د امریکا هدف د طالبانو ترمنځ بې باورې، اختلافات او بدبیني هم راپارول ؤ او هڅه یې داوه چې د هغوی د صف وحدت ټوټه او ترمنځ یې انشقاق ته لاره هواره کړي. خو نتیجه یې بلکل عکس وختل.

یو امریکایي سیاسي شنونکي د همدې موضوع تربحث لاندې په نیولو سره نیویارک ټایمز ته لیکلي ؤ چې امریکا غوښتل د طالبانو ترمنځ انتشار او اختلاف رامنځته کړي او کشران یې پر مشرانو بې باوره او بدګمانه کړي. خو برعکس امریکا خپله د هغه ښکار شوه. چاته یې چې کنده کېندل، خپله په هغه کې واقع شول.

د نیویارک ټایمز د ریپورټونو په کتلو سره دا درک کېدای شي چې د مذاکراتو له وروستیو شیبو راهیسي په سپینه ماڼۍ کې د چارواکو تر منځ سخت اختلافات رامنځته شوي او ترمنځ یې د رقابت او تشنج سیالۍ رواني دي. د ټرمپ په کابینه کې جان بولټن غوښتل چې بهرنۍ پالیسي باید داسي نه وي لکه څنګه چې ټرمپ او د هغه د نظریې نور پلوي کونکي ورته ګوري. بولټن خو پر دې خبري زور کاوه چې په افغانستان کې باید جنګ هسي ختم نشي او همداراز د شمالي کوریا او ایران سره هم باید نرم چلند ونشي. خو ټرمپ د بولټن د دې نظریې حامي نه ؤ. همدالامل ؤ چې بولټن یې له دندي ګوښه کړ. د ډونالډ ټرمپ د هغي شپې ټويټ نیویارک ټایمز داسي رااخیستی:
«ماتیره شپه جان بولټن ته خبرداری ورکړ چې نور په سپینه ماڼۍ کې ستا د خدمت ضرورت نشته، زه د نوموړي د ډیرو مشورو سخت مخالفت کوم او زما تر څنګ د انتظامیې نور غړي هم د نوموړي سره توافق نه لري، له همدې امله ما له نوموړي څخه وغوښتل چې استعفاء وړاندې کړي.»

له دې مخکي هرڅه نورمال ښکارېدل او ټول په خپلو دندو بوخت ؤ، تر داسي چې د سه شنبې په ورځ جان بولټن د ملي امنیت د مشرانو د غونډي مشري کول او هیڅ داسي نښي نه وې چې یوڅه غیرمعمولي پېښېدونکي دي. بلکي په همدې ورځ سپیني ماڼۍ د معلوماتو د شریکولو په باب د ۱:۳۰ بجې شیډول لا نشر کړی ؤ چې پکي جان بولټن، سیکرتر مایک پمپیو او وزیر خزانه سټیون دنده درلودل چې د ترورزیم په اړه خبري وکړي. خو له غرمې څخه دوې دقیقې مخکي د ډونالډ ټرمپ ټویټ راغی او بولټن سمدستي سپینه ماڼۍ پرېښودل او غونډه له هغه پرته ترسره شول.

نیویارک ټایمز په دې اړه لیکي چې مایک پمپیو چې له میاشتو راهیسي یې د جان بولټن سره تربګني لرل، د نوموړي په اړه یې د ټرمپ پر کړې پرېکړه هیڅ اوښکي توی نه کړې او نه هم وزیرخزانه د هغه سره د خپل عداوت او حریفوالي د پټولو هیڅ هڅه وکړه او پمپیو او بولټن به اکثره د یو بل د مخالفي نظریې پالیسي وړاندې کول.

دا ریپورټ په ډاګه کوي چې په سپینه ماڼۍ کې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د یو بل سره ښکر په ښکر کېدلو هلته جریان درلود چې د شنونکو په وینا لامل یې بهرنۍ پالیسي او د افغانستان د قضیې حل ؤ.

همداراز د پمپیو، ډونالډ ټرمپ، بولټن او نورو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو او تاوتریخوالي په اړه نیویاک ټایمز لیکي چې:« پمپیو جان بولټن ته د ټیم د یو غړي په توګه نه ګوري، بلکي یو داسي څوک یې ګڼي څوک چې د ټرمپ د پالیسیو د بې سیکه او کمزوري کولو په هڅه کې وي او په پټه هغو ته زیان رسوي. خو جان بولټن بیا مایک پمپیو د یو داسي سیاست مدار په حیث پېژني څوک چې په غوړمالیو د ځان لور ته د ټرمپ د توجه اړولو کوشش کوي، ترڅو په راتلونکي کې سینا ته په رسېدلو کې د ټرمپ حمایت ترلاسه کړي.»

د رسنیو ریپورټه نو که لږ دقیق وکتل شي نو دا به ښه ثابته کړي چې په سپینه ماڼۍ کې د چارواکو اختلافات اوج ته رسېدلي دي . خو برعکس د طالبانو په صف کې هیڅ داسي مشکل نه لیدل کیږي چې په اړه یې دا وویل شي چې مذاکراتو د هغوی ترمنځ دا بیلتون یا اختلاف رامنځته کړ. د شنونکو ارزونو او د ورځپاڼو ریپورټونو ته په کتلو سره دا ویلی شو چې د مذاکراتو ګټه صرف طالب پورته کړل، د ډیرو بهرنیو هیوادونو سره یې اړیکي پیدا کړې او بهرنۍ پالیسي یې تر پخوا څوچنده قوي شوه، خو برعکس یې د امریکایي لوري د زیان تخمینه له پورتنیو ټکو څخه کولی شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close