لسو ورځو کې پنځه ستر دروغ

ابراهیم میر

نن د کابل حکومت دفاع وزیر د طالبانو د یوه والي د وژل کېدو ادعا وکړه – خو د عام معمول په څېر دروغ ثابته شوه.

اسد الله خالد، نن یکشنبه، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې د سمنګان لپاره د طالبانو والي مولوي نور الدین له ۴ نورو جنګیالیو سره په دره صوف ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، یو ساعت وروسته یادې څرګندونې رد کړې او ویې ویل، ”موږ دا خبره په کلکه ردوو. د سمنګانو والي صاحب روغ رمټ دی، خپل جهادي امور پر مخ وړي“.

دا په تیرو لسو ورځو کې پنځم ځل دی چې د کابل حکومت چارواکي د طالبانو د یوه لوړپوړي نظامي-ملکي چارواکي د وژلو ادعا کوي.

تر دې وړاندې، د سپټمبر په ۶مه، د کورنیو چارو وزارت ویاند ادعا کړې وه چې د بدخشان لپاره د طالبانو والي، قاري فصیح الدین، یې په یوه هوايي برید کې وژلی دی. خو دا راپورونه وروسته دروغ وختل. د وزارت ویاند قاري فصیح الدین د طالبانو په والیانو کې ”تر ټولو خطرناک“ بللی و.

د بدخشان لپاره د طالبانو د والي د وژل کېدو د ادعا په ورځ، طالبانو پر فراه ښار باندې ستر عملیات پیل کړي وو او تر غرمې د ښار په دویمه حوزه کې ګرځېدل. د کورنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا ادعا وکړه چې د لسګونو جنګیالیو ترڅنګ د فراه لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال هم په نښتو کې وژل شوی دی. خو دا ادعا هم ناسمه وختله.

د سپټمبر په همدې ۶مه نېټه، کورنیو چارو وزارت د کندز خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سرګروپ د وژلو ادعا وکړه. پنځه ورځې وروسته هماغه سرګروپ په یوه ویډیو کې راښکاره شو او ویې ویل، زه مړ نه یم، ژوندی یم.

د سپټمبر په ۴مه، بیا شاهین قول اردو رسنیو ته د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر، طیب آغا، انځور د ایمېل له لارې لېږلی و، او ادعا یې کړې وه چې د فاریاب د ګرزیوان لپاره یې د طالبانو ولسوال وژلی دی.

پورته یادې شوې په تېرو لسو ورځو کې د کابل حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو هغه ادعاوې وې چې ناسمې ختلې دي. په جګړه کې عموما ښکېل لوري داسې کوي، خو دا ډول قصدي او یا غیرقصدي کړنې د ادعا کوونکو اعتبار ته زیان رسوي.

دا چې له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو درېدو له امله جګړې یو ځل بیا زور اخیستی، ښايي په راتلونکې کې د لازیاتو دې ډول ادعاوو شاهدان واوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close