ډاکټر عبدالله: نور د غني ټول هغه فرمانونه چې کمپایني بڼه لري، د تطبیق وړ نه دي

عبدالله وویل «جمهور رئیسه! که دې تر دې وروسته دې څوک ممنوع الخروج یا ممنوع الدخول کړ، پوهیږم چې کمپایني بڼه به لري او که تجارانو ته د تهدیدونو لړۍ دې داځل تکرار شوه، خلک به مدني مقاومت ته راوبولم، بیا یې مسؤلیت ستا پر غاړه »

عزم(یکشنبه، ۲۴ وږی ،۱۳۹۸)د ټاکنیزو کمپاینونو تر پیل وروسته د اشرف غني لخوا په مختلفو اداراتو کې د ګڼو چارواکو تر ادلون بدلون وروسته د اجرایه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډاکټرعبدالله غوسه راپاریدلې او ارګ ته یې خبرداری ورکړی چې نور د چارواکو د ټاکلو او لرې کولو صلاحیت نه لري.

ډاکټر عبدالله نن په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل، واکمن ټیم په کمپایني غونډو کې له دولتي امکاناتو استفاده کوي او نور به د ولسمشر هر هغه فرمان اجرایي بڼه ونه لري چې کمپایني او تبلیغاتي اړخ ولري.
اجرایه رئیس وویل، د توحید په نامه مرکز د وسلوال ځواک تر منځ د همغږي د زیاتوالي په موخه جوړ شوی، خو اوس ترې ډاکټر غني. پهولایاتو کې خپلو کمپایني غونډو ته ویډیو کنفرانسونه ورکوي او والیان او ولسوالان ترې راجلبوي چې دا لړۍ په ټول هیواد کې روانه ده.
نوموړي په ډاګه پر ولسمشر غني تور ولګاوو چې سوداګر او تجاران ګواښي ترڅو یا د نوموړي کمپاین ته پیسې ورکړي او یا به یې سوداګریز بزنس ورباندې بند کړي.
عبدالله وویل «جمهور رئیسه! که دې تر دې وروسته دې څوک ممنوع الخروج یا ممنوع الدخول کړ، پوهیږم چې کمپایني بڼه به لري او که تجارانو ته د تهدیدونو لړۍ دې داځل تکرار شوه، خلک به مدني مقاومت ته راوبولم، بیا یې مسؤلیت ستا پر غاړه »
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ چې اشرف غني تر دې وروسته د شویو قراردادونو د فسخ کولو وړتیا هم نه لري او نه به دا اجازه ورکړي.

د اشرف غني ټیم او د ارګ رسمي پاڼې د عبدالله دا تورونه رد ګړي او ویلي یې دي چې ولسمشر غني لا هم له شته صلاحیتونو استفاده کولی شي.
عبدالله داسې مهال دا اقدام کوي چې څو ورځې وړاندې یې په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په هکله د اشرف غني فرمان رد او هغه یې کمپایني هڅه وبلله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: