جګړې ته چکچکې

خط اول

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، له طالبانو سره هغه مذاکرات په ناببره ډول ودرول چې له تېرو څه باندې لسو میاشتو راهیسې یې ډيپلوماټانو منډې ترړې پکې کولې، نهايي شوې، او یوازې د توافق اعلان یې پاتې و.

د ټرمپ تر اعلان یوازې ورځ یا دوې وړاندې قطر هېواد ته د هوکړه لیک کاپي د اعلانېدو لپاره وسپارل شوه. د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، هم خبر نه و چې څو ساعته وروسته به یې رییس خبرې درېدلې اعلان کړې، او د ده د ټیم د نږدې یوې کلنې خوارۍ د ثمرې ترلاسه کېدو په اړه به شکونه راپیدا کړي.

د ټرمپ تر ټویټ څو ساعته وړاندې خلیلزاد او ټیم یې له طالبانو سره د هوکړه لیک د مراسمو په اړه خبرې کولې، چې نږدې د ۲۴ هېوادونو خارجه وزیرانو ته به پکې د ګډون بلنه ورکېده. د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند، سهیل شاهین، په خبره، په دوو وروستیو لیدنو کې داسې هیڅ نښه نه ښکارېده چې ګویا مذاکرات به ودرول شي.

بهر صورت، ټرمپ مذاکرات ودرول او په دې ډول یې د خپل هغه عزم په اړه شکونه راپیدا کړل چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې به یې ویل، د افغانستان جګړه به ختموم. غم یوازې د مذاکراتو درېدل نه و، امریکا یو ځل بیا هغې سټراټيژۍ ته ورمخه کړه چې د هغې د ناکامۍ له امله یې مجبورًا مذاکرات پیل کړي وو: د طالبانو پر ضد یې د جګړې د لا تېزېدو اعلان وکړ.

جګړه د مذاکراتو پر مهال هم نه وه درېدلې، اور یې دومره ژبغړانده و چې له امله یې د افغانستان جګړه د نړۍ تر ټولو خونړۍ هغه وبلل شوه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، یوازې د سږ ۲۰۱۹ز کال تر نیمايي پورې د جګړې له امله نږدې څلور زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې زیاتره یې د بهرنیو او کابل حکومت ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل/ژوبل شوي دي.

که څه هم د مذاکراتو په درېدو د روسیې، چین، آلمان او نورو هېوادونو او ملګرو ملتونو ناخوښي څرګنده کړه، خو کابل حکومت یې غیرمستقیم هرکلی وکړ — له دې ډول اعلانه د کابل حکومت هرکلی طبیعي و ځکه د بل هر چا په پرتله دوی له طالبانو سره له یوې هوکړې کېدو زیاته وېره درلوده او تر خپله وسه یې هڅه کوله چې مخه یې ونیسي.

د مذاکراتو د درېدو په اړه د ټرمپ تر ټویټ څو ساعته وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه ټلوېزوني مرکه کې وویل چې یوازې په تېرو لسو ورځو کې موږ تر زر زیات طالبان وژلي دي. د دې شمېرو رښتیا او دروغ جلا بحث دی، خو دا باید هېره نشي چې ټرمپ د مذاکراتو د درېدو لامل یوازې د یوه امریکايي عسکر وژل کېدل بللي وو.

تر پامپیو وروسته، دا دی د کابل حکومت مشر اشرف غني هم نن په یوه ټاکنیزه غونډه کې ادعا وکړه چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ځواکونو یو زر طالبان وژلي او دوه زره نور یې ټپیان کړي دي. د غني په شمېرو هم باور پکار نه دی، خو دا باید هېره نشي چې همدا کس په هره غونډه کې په خپله ځانګړې لهجه کې د ”عزتمنې سولې“ غوښتنه کوي.

امریکايي او د کابل حکومت جګړه-خوښي کسان د مذاکراتو د درېدو او د جګړې د تېزېدو هرکلی په دې هېله کوي چې ښايي یوه ورځ به لا طالبان مات کړي. خو دا ارمان یې خوب او خیال برېښي. اتلس کاله تېر شول، خو د دوی دا هیله پوره نه شوه. دا ارمان هغه وخت هم پوره نه شو کله چې امریکا په افغانستان کې نږدې یو لک عسکر درلودل – هغه وخت هم ترسره نه شو چې کله یې په اوونۍ کې اووه ورځې ۲۴ ساعته پرلپسې عملیات کول. اوس به یې په څه باندې څوارلس زره عسکرو څه پوره کړي؟

جګړې ته چکچکې کوونکي به، امریکایان وي که افغانان، یو وخت په خپل دې حرکت پښېمانه شي. ښه به وي چې له طالبانو سره جګړه کوونکی لوری هغې معقولې لارې ته بېرته وروګرځي چې یوازې د هغې په وسیله د افغانستان ناورین ته د پای ټکی ايښودل امکان لري. د نورو غوټو برعکس، امریکا او ملګري یې د افغانستان غوټه په خوله نه، بلکې یوازې په لاس خلاصولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close