واټسن: د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته د امریکا په جګړو کې تر نیم میلیون زیات کسان وژل شوي

عزم(چهار شنبه، ۲۰ وږی ،۱۳۹۸)د واټسن په نامه یوه امریکایي څیړندویه مؤسسه وایي، په افغانستان، سوریه او عراق کې د امریکا تر یرغل وروسته چې د سپټمبر د ۱۱مې نیټې د برید نه وروسته ترسره شوي، شاوخوا ۵۰۰ زره کسان وژل شوي دي.
موندنې ښیي چې امریکا په دغو خونړیو جګړو کې تر ۶ تریلیون ( ۶ زره میلیارده)ډالرو زیاتې پیسې لګولې دي.
د واټسن راپور کې راغلي، د وژل شویو کسانو له ډلې ۳۷۰ زره کسان په هغو پیښو کې وژل شوي، چې په مستقیم ډول یې له امریکایانو سره ربط درلوده.
د مؤسسې د شمیر له مخې د امریکا په مشرۍ دغه خونړۍ جګړه کې تر ۲۵۰ زره ډیر ملکيان وژل شوي او ۱۰،۱ میلیونه نور بې کوره شوي دي.

راپور زیاتوي، وژل شویو نیم میلیون کسانو کې هغوی نه دي شامل چې تر ۲۰۱۱ وروسته د جګړو قرباني شوي وي.
راپور کې راغلي چې د همدې لوړ لګښت جګړې له امله امریکا اوسمهال ټول جګړییز مصارف له قرضونو پوره کوي او خورا لوی مالي زیان یې لیدلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close