د نړۍ درې لویو هیوادونو د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې

په ملګرو ملتونو کې د دریو واړو هیوادونو دائمي استازو ویلي، یواځې د امریکا او طالبانو مخامخ مذاکرات کولی شي، روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

عزم(چهار شنبه، ۲۰ وږی ،۱۳۹۸)د امریکایی ولسمشر ډونالډټرمپ لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو د ناڅاپي درولو په غبرګون کې د نړۍ دریو پرمختللو هیوادونو «چین، روسیې او آلمان» د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د دریو واړو هیوادونو دائمي استازو ویلي، یواځې د امریکا او طالبانو مخامخ مذاکرات کولی شي، روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د چین استازي «لی‌جویی» ویلي، دواړه لوري دې د افغانستان د خلکو د ملي ګټو په نظر کې نیولو او د مذاکراتو د ښه پرمخ بیولو لپاره پریکنده ګامونه واخلي او د مسودې هغه متن چې څو میاشتې یې ورباندې کار کړی، نهایي کړي، ترڅو دا تاریخي فرصت بې ګټې پاتې نه شي.

په عین حال کې د آلمان دائمي استازي «کریستوف هاسگن» ویلي، د مذاکراتو له لغوه کیدلو یا ځنډولو له امله که مونږ نن ورځ له تیرکال سره چې هیڅ د دا ډول مذاکراتو څرک په کې نه وه، پرتله کړو؛  د پرمختګونو لوی زیري په کې شته چې د یوې واقعي سولې څرک په کې له وړاندې ښکاري.
بلخوا بیا په ملګرو ملتونو کې د روسیې دائمي استازي «واسیلی نبنزیا» ویلي چې، د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له ځنډ څخه زیات خواشیني شوي او هیواد یې هیله لري چې دا خبرې د اوږدې مودې لپاره ونه ځنډیږي.
تر دې وړاندې د ایران او پاکستان هیوادونو چارواکو هم د مذاکراتو په ځنډ خواشیني ښوودلې وه او یوې سرتاسري سولې ته د رسیدو په موخه یې له دواړو لوریو څخه د دې لړۍ د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

د یادو هیوادونو استازي داسې مهال د مذاکراتو د بیا پیل غوښتونکي دي چې په کوردننه د کابل حکومت چارواکي د دې مذاکراتو توقف ته تود هرکلی ویلی او دا یې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره ښه سوژه بللې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close