طالبان وایي، د خپلو ځانګړو ځواکونو روزنه یې پراخه او په لوړه کچه پیل کړې ده

عزم(چهار شنبه، ۲۰ وږی ،۱۳۹۸)طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د خپل ځانګړي ځواک روزلو ته یې پاملرنه زیاته کړې او په دې برخه کې یې خورا ښه پرمختګ کړی دی.
د طالبانو لخوا په یوه انځوریز راپور کې چې له پوځي روزنتونونو څخه د فارغو شویو ځواکونو په هکله خپور شوی، راغلي، « له نظامي معسکراتو څخه شپږ سوه تنه مجاهدين په فکري، نظامي، تخنیکي او نورو مختلفو  دورو کي فارغ او نظامي زده کړي يې سرته ورسولې.»

طالبان وایي، په دې وروستیو کې یې د نظامی معسکراتو یوه اداره  رامنځته کړې چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د طالب پوځي ځواک د روزني مسئوليت لري.

خبرزیاتوي «دا اداره په خپل تشکيل کې « ۵۵۰ »  تنه علماء او نظامي کارپوهان لري چې مجاهدینو ته په شرعي، نظامي، عسکري، تخنیکي او استخباراتي برخو کې په لوړه کچه روزنه ورکوي. »

طالبانو ویلي، نویو فارغ شویو سلګونو ځوانانو په خپلو پوځي روزنتونونو کې د اسلامي عقيدې، فقهې، نبوي سيرت، دعوت، استخباراتو، نړیوالي نقشې، درنو او سپکو وسلو، نایټ ویژن او لیزري دوربینونو، عسکري حرکتونو او جګړه ایزو تکتیکونو په برخو کې مهمې او ضروري زده کړې تر لاسه کړې دي.

اعلامیه زیاتوي، دغه کسان د باتجربه او مسلکي استادانو لخوا د شپنیو او ورځنیو چاپو، نفوذي، تصفیوي، او تعرضي عملیاتو په برخو کي هم روزل شوي چې کولای شي په ورښودل شوي تکتیک د هر راز محاصرې د ماتولو وړتيا ولري

اعلامیه کې وړاندې ویل شوي،د نظامي روزنتونونو اداره د مروجه سپکو او درنو وسلو لکه کلاشینکوف، ثقيل ماشیندار، آر پي جي ۷ (راکټ )، هفتاد پنج او هشتاد دو توپونه، هاوانونه، زیکویک، دومیله، دهشکه او نورو وسلو په برخه کې په عملي توګه زده کړه ورکوي، او بيا له خپلو روزل شویو کسانو د « رمايې » پروګرام په ترڅ کې عملاً امتحان اخيستلي.

څو اونۍ وړاندې هم طالبانو یوه لویه ډله ځانګړي ځواکونه له خپلو نظامي روزنتونونو فارغ کړي وو، چې د ادعا له مخې یې د روزنې څرنګوالی د سیمې د هیوادونو د پوځونو له وړتیاوو لوړ وو.

 د تازه فارغو شویو پوځي طالب ځواکونو ځینې هغه انځورونه چې طالبانو رسنیز کړي.

 

طالبان
طالبان

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close