دولت پلوه کسانو یوځل بیا طالب ویاند ته منسوبه جعلي اعلامیه خپره کړې

عزم(چهار شنبه، ۲۰ وږی ،۱۳۹۸)له جعلي شبنامو، جعلي خبرونو او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو په نامه د مختلفو اکاونټونو تر جوړولو وروسته، دولت پلوه کسانو داځل د سپټمبر د ۱۱ مې د پیښې په هکله د طالب ویاند په نامه اعلامیه خپره کړې ده.
دا اعلامیه چې په څلورو مختلفو ژبو کښل شوې، پکې د سپټمبر پیښه د «جهاد او استشهاد » پیل بلل شوی او له مسلمانانو څخه پر یوه امیر د اتفاق غوښتنه په کې شوې ده.
په داسې حال کې چې طالبان په دغه پیښه کې لاس درلودل په مطلق ډول ردوي، طالب ویاند هم په سملاسي غبرګون کې دا اعلامیه له نشر سره سم په سختو ټکو رد کړې ده.
مجاهد ویلي،

«لاندې اعلامې جعلي دي، رسنۍ، هیوادوال اونړیوال دې هيڅ اعتبار نه ورکوي.
دا ددښمن داستخباراتي کړیو لخوا چې داسلامي امارت په اړه پارونې کوي ترتیب او خپره شوی، هيله ده باور پرې ونه کړئ. »

طالب ویاند یوځل بیا له رسنیو او عامو خلکو غوښتي چې د دوی دنشراتو لپاره رسمي منابع رسمي اکاونټونه او ٍ«الامارة» پاڼه ده، نه بل ځای.
دا په داسې حال کې ده چې په ارګ کې دننه سرچینو رسنیو ته ویلي، چې وروستیو میاشتو کې ارګ د فسبوک چلوونکو ځانګړی تبلیغاتي ټیم سربیره اوس د ټویټرچلوونکو یو ځانګړی ټیم هم په کار ګمارلی، ترڅو د طالبانو او نورو سیاسي مخالفینو پر وړاندې د منفي تبلیغاتو ترڅنګ د هغوی پرضد منسجم فعالیت ولري.
باید وویل شي چې وروستیو کلونو کې د ځینو طالب مشرانو په نامه جعلي شبنامې او دغه راز دهغوی له آدرسه په ټولنیزو رسنیو کې نور منفي تبلیغات هم خپاره شول، چې د توقع خلاف یې دولتي استخباراتي کړیو ته تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه ده درلودلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close