لوګر مرکز کې ۱۶ اربکيو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی ۱۳۹۸): بیګا شپه د لوګر مرکز کې طالبانو د اربکیو پولیسو پر پوسته باندې برید کړی دی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

له لوګر ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي دي چې دغه برید تیره شپه د مرکز اړوند حصارک سیمه کې ترسره شوی او پوسته طالبانو نیولې ده.

طالبانو د برید مسئولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې د مرکز اړوند حصارک سیمه کې یې پوسته نیولې، ۱۲ تنه اربکي پولیس یې وژلي، ۴ نور یې ټپیان کړي، ډیره وسله او مهمات لاسته ورغلي دي.

طالبانو ویلي دي چې په دغه جګړه کې یې یو ملګری هم وزل شوی دی.

د لوګر ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close