د تخار خواجه بهاء الدین ولسوالۍ طالبانو نیولې

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی ۱۳۹۸): د تخار د ولایتي شورا ځینو غړیو رسنیو ته ویلي چې بیګا شپه له یوې سختې جګړې وروسته د تخار خواجه بهاءالدین ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

بل خوا بیا د تخار ولایتي چارواکي وایي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوې خو د ولسوالۍ سقوط نه مني.

بلخوا بیا طالبانو د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې او وایي چې لسګونه سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په تیرو دوه درې ورځو کې د تخار ولایت دا څلورمه ولسوالۍ ده چې طالبان یې نیسي، تر دې وړاندې یې د درقد، ینګي قلعه او خواجه غار ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وې او تر هغه بیا څه موده وړاندې یې د چاه آب ولسوالۍ هم نیولې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close