تدامیچي یاماموتو: د افغانستان د ستونزې حل یوازې خبرې دي

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، د افغانستان د کړکېج یوازېنی حل بین الافغاني خبرې دي.

نوموړي پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د روانې شخړې حل یوازې خبرې دي او ښکېل اړخونه باید بېرته د سولې لاره غوره کړي.

ده وویل «د وروستیو ورځو او وروستیو اوونیو پېښو دا وښودله چې په افغانستان کې اوږد مهاله کړکېچ سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.» او ملګري ملتونه د افغانستان د بین الافغاني خبرو لپاره چمتو دي.

نوموړي وویل، د سولې وروستیو هڅو د خلکو هیلې ډېرې کړې وې، خو د سولې د خبرو ځنډېدل د خلکو هیلې بېرته مړاوې کړې.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، درې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې روانې خبرې ودرولې.

افغان حکومت د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ، خو داسې ښکاري چې امریکا به ډېر ژر له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي او کېدای شي ټرمپ د طالبانو سره له هوکړې مخکې له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close