غزني: ګډو ځواکونو ۵ملکیان شهیدان کړي

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): بېګاه شپه ګډو ځواکونو د غزني ولایت په ګیرو ولسوالی کې ۵ملکیان شهیدان کړي، ۲ مسجدونه، ۱ مدرسه او د ځايي خلکو دوه کورونه یې ویجاړ کړي او له کورونو یې قیمتي توکي هم وړي دي.

د ګیرو ځايي خلک وايي، ګډو ځواکونو بېګاه شپه ۱۱بجې د دې ولسوالۍ اړوند «ده سي» کلي باندې چاپه ووهله، چې د سهار تر ۴بجو پورې دوام وکړ.

په بېګانیو عملیاتو کې د ۲ ملاامامانو په ګډون د سیف الحق، محمد عظیم، عبدالله، مولوي نعمان او ملا عبدالطیف په نومونو ۵ ملکي کسان شهیدان شوي، دوه تنه یې ژوبل کړي، دوه مسجدونه او یوه د خلیفه صاحب مدرسه یې هم ویجاړه کړې ده.

د ځايي خلکو په خبره، ګډو ځواکونو د ولسي خلکو دوه کورونه په بمونو والوځول او د ګڼو کورونو دروازې یې هم ویجاړې کړې، چې تر سهار پورې یې د دې کلي سپین‌ږیري، ماشومان او ځوانان هم سخت وځورول.

په دې وروستیو کې ګډو ځواکونو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د ملکي خلکو په وژنه کې زیاتوالی راوستی، چې ډېری وخت پکې د دولتي کارکوونکو کورونه هم په نښه کېږي او مرګ‌ژوبله ور اوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close