ننګرهار: په جلال اباد کې د ملي امنیت یو لوړ پوړی چارواکی وژل شوی

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، نن سهار اته بجې د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت یو لوړ پوړی چارواکی د نامعلومه وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند مبارز اتل وايي، وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن سهار یې د ملي امنیت په یوه لوړ پوړي چارواکي برید کړی، چې په پایله کې یې یاد کس ځای پر ځای وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې په جلال اباد کې هدفي وژنې ډېرې شوي دي، چې د زیاتو مسوولیت یې څوک نه اخلي.

دوې ورځې وړاندې په جلال اباد کې د هډوکو مشهور ډاکټر نوروزخان شینواری هم ووژل شو، چې تراوسه یې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، څو شېبې وړاندې د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې نامعلومه وسله‌والو په دوه کسانو ډزې کړي، چې د عظیم خان په نامه یو کس یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close