د احد په غزا کې ۴۰ درسونه(۲۴ برخه)

عبدالله عزام

۲۶: په آساني او سختي کې عبودیت ښکاره کول
د احد د غزا له مهمو درسونو څخه یو په آساني او سختي، کامیابي او ناکامي کې د الله تعالی له لوري د خپلو بندګانو او ولیانو بندګي ښکاره کول ؤ. نو کله چې هغوی د هغه څه په وخت کې پر عبودیت او طاعت باندې ثابت قدم پاتي شول کوم څه چې هغوی خوښول او یا یې ناخوښه ګڼل، نو دا جوته شوه چې هغوی یې ریښتیني بندګان وو او د هغو په څير نه ؤ څوک چې یې صرف د نعمت، آسانۍ او عافیت په وخت کې عبادت کوي.

۲۷: د حالاتو د بدلوليدلو حکمت
یو خورا مهم درس دا هم پکي پروت دی چې که الله تعالی تل او په هر ځای کې خپلو بندګانو ته پر دښمن باندې غلبه ور په برخه کړي او هر ځای دښمن د دوی تر ګزار لاندې راولي، نو په دې سره بیا د بنده نفس سرکښۍ ته مخ کوي، لویي اختیاروي او پر ځان د ویاړېدلو په ناوړه ناروغي اخته کیږي. که الله تعالی تل فتح او کامیابي بندګانو ته مقرره کړي نو د مرستي په حال کې به هم همداسي وي لکه څنګه چې په هغه حال کې وي کله چې رزق تل په پراخه توګه ورکول کیږي. او د دې په اړه الله تعالی فرمایي:
وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الأَرْضِ وَلَكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاء إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ [الشوری: ۲۷]
ژباړه:که الله خپلو ټولو بندګانو ته پراخه روزي ورکړې وای، نو هغوی به په ځمکه کې د سرکښۍ توپان برپا کړی ؤ، خو هغه په یوه حساب سره چې څومره غواړي نازلوي. په باوري ډول هغه له خپلو بندګانو نه باخبر دی او هغوی ویني.
نو د بنده سره آساني او سختي، تنګي او پراخي او غم او خوښي ښایي. هماغه الله تعالی د خپلو بندګانو د چارو ښه تدبیرونکی دی او همداسي د هغه له حکمت سره ښایي، هغه د خپلو بندګانو له حالاتو نه باخبر او ښه یې ویني.

۲۸: د الله تعالی قدرت او جبروت ته ټیټېدل
د احد له درسونو څخه یو دادی چې کله چې الله تعالی خپل بندګان په مغلوبیت او د دبدبې په ماتېدلو او ماته سره وازمویي، نو هغوی عاجز ناتوانه او ټیټ شي، له هغه وروسته بیا د الله تعالی له لوري مرسته، عزت او کامیابي ورته واجب شي، ځکه چې د مرستي پوښاک له ذلت او انکسارۍ وروسته وراغوستل کیږي. الله تعالی فرمایي:
وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ [آل عمران: ۱۲۳]
ژباړه: له دې څخه مخکي د بدر په جګړه کې الله تعالی له تاسي سره مرسته کړې وه.
همداراز فرمایي:
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا[سورة التوبة : ۲۵]
ژباړه: الله له دې نه مخکي په ډېرو ځایونو کې ستاسي مرسته کړې ده او اوس د حنین د غزا په ورځ به د هغه ملاتړ تاسي لیدلی وي، په دې ورځ تاسي د خپل شمیر په زیاتوالي غره وئ خو هغه ستاسي هیڅ په کار رانغی.
کله چې الله تعالی اراده وکړي چې بنده ته عزت ورپه برخه کړي، مرسته یې وکړي او زخمونه یې درمل کړي، نو لومړی یې خاطر ماتی کړي بیا یې جبیره او نصرت د انکسارۍ او ماتي په انداز وکړي.
دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close