عجیب معلومات

جبیر افغان

• پرنس چارلس او پرنس ویلیم تل په بیلو بیلو الوتکو کې سفرونه کوي، هدف یې دادی چې که یوه الوتکه ولوېږي نو د یوه کس د له منځه تللو په صورت کې به بل محفوظ وي.
• د لاس ویګاس قمار خانې ساعتونه نه لري، تر څو هلته خلګ ډېر وخت تیر کړای شي.
• هره ورځ شل بانکونه وهل کیږي او په اوسط ډول $172100 ډالر غلا کیږي.
• په ملیونونو چنګاښانو له کریسماس له جزیرې څخه دشور جزیرې ته سفر وکړ تر څو هلته سره یو ځای شي او ابادي وکړي. د هندي سمندر په دې جزیره کې تقریبا ۴۳.۲ ملیونه چنګاښان موندل کیږي.
• په ساپاولو کې د 110-Acre مارانو په نامه جزیره څلور زره ماران لري، چې مطلب یې دادی چې د جزیرې پر هره شپږ مربع ځمکه یو مار پروت دی. دا د نړۍ یوه له مرګونو جزیرو څخه بلل کیږي. دلته د ګولډن لانچ هیډ په نامه ماران هم اوسیږي، د کومو زهر چې صلاحیت لري چې د انسان غوښه ویلي کړي.
• پر نړیواله کچه مېرمني ۱۸ ټریلینه امریکایي ډالر ګټي او ۲۸ ټریلینه مصرفوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close