د فوټبال ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

عزم(چهارشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د اسیايي هېوادونو جام ټاکنیزو لوبو په په دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته د یو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

دغه لوبه بېګاه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې وشوه، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور په ۲۷مه دقیقه کې ګول وواهه او بنګله‌دېش تر پایه په ګول وهلو بریالی نه شو.

په افغان لوبډله کې فرشاد نور لوبډلمشر، فیصل شایسته، جبار شرزه، ادم نجم، زبیر امیري، اویس عزیزي، نجیم حیدري، حسن امین، امېد پوپلزی، شریف محمد او نور حسین شامل وو.

که څه هم افغان لوبغاړو پر سیالې لوبډلې سخت ګوزارونه وکړل، خو د بل ګول په وهلو بریالي نه شول.

افغان لوبډله په اي ډله کې له قطر، عمان، هندوستان او بنګله‌دېش سره ځای لري، چې په لومړۍ لوبه کې یې له قطر څخه شپږ د صفر په مقابل کې ماتې وخوړه.

د افغانستان درېیمه لوبه د تلې پر ۱۸مه له عمان سره ده او له هغه وروسته یوه سیالي له هندوستان سره لري.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې په پنځه ورځنۍ لوبه کې هم بنګله‌دېش ته د ۲۲۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

د فوټبال راتلونکی نړیوال جام په قطر کې ترسره کېږي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ورته چمتووالی روان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close