ته د شيخ صاحب سره د پرتلې وړ نه يې!

محمد يونس راشد
تېره ورځ د کابل ادارې د نيمي برخي کاواکه سرپرست اشرف غني په يوه غونډه کي ناستو عسکرو ته په خطاب کي وويل چي ما تاسو ته څو ځله لاس درکړی او له هر يوه سره مي ستړې مسې کړېده ، وروسته يې د أميرالمؤمنين شيخ صاحب حفظه الله نوم واخيست او ويې ويل چي آيا دی کولای سي د افغانستان له اولس سره ستړې مسې وکړي؟ او يا حتی د ويډيو کنفرانس له لاري خبري ورسره وکړي؟
اشرف غني په پرتله ايز ډول غوښتل ځان د شيخ صاحب په نسبت فعال او د خلکو په منځ کي محبوب وښيي خو ده ته دې وويل سي چي ته په هيڅ صورت د شيخ صاحب حفظه الله سره د پرتلې وړ نه يې!
شيخ صاحب د علماوو ، طالبانو ، مجاهدينو ، استشهاديانو او بالآخره د ازادي غوښتونکي مسلمان اولس د لوی لښکر امام او سالار دی !
او ته د څو مزدورو وحشي عسکرو د تش په نوم سراعلی قوماندان په توګه د داسي څوکۍ د مشرۍ ادعاء لرې چي په نيم واک عبدالله در سره شريک دی او امر دي د ارګ په څو مترۍ کي نه چلېږي!
شيخ صاحب دداسي امارت مشر دی چي دده تر ژونده به يې دی شرعي امير وي او امر به يې واجب وي!
او ته که بالفرض د ديمواکراسۍ په قانون کي ولسمشر هم سې؛ له پنځو کالو واکمنۍ وروسته دي څوک د خيرک ادې هم نه بولي ، عزت او د امر چلېدل خو لا پرېږده!
شيخ صاحب د داسي لښکر مشر دی چي نه تنخوا غواړي او نه د جنګي مهماتو مصارف؛ بلکه د عامو مسلمانانو په چندو او صدقو جنګي مهمات برابروي؛ خو بيا هم د ده په امر ځان قربانول افتخار بولي او وايي : د شيخ صاحب په امارت کي دي الله تعالی مقبول شهادت را نصيب کړي!
ته د داسي عسکرو سراعلی قوماندان ځان بولې چي ستا په امر سر قربانول خو پرېږده يوه ورځ هم بېله تنخوا عسکري نه کوي! او چي د مجاهدينو د محاصرې کړۍ پرې تنګه او مهمات يې خلاص سي؛ ټوله ميډيا تاته د ښکنځلو په ډاليو مصروفه کړي.
شيخ صاحب په هيواد کي د شرعي نظام د راوستلو په لاره کي د خپل زړه ټوټه حافظ عبدالرحمن استشهادي قربانۍ ته وړاندي کړ او د الله تعالی د رضاء لپاره ټوټه ټوټه سو!
ته خپل زوی طارق حد اقل دې ته راضي کړه چي د امريکا پر ځای په افغانستان کي و اوسېږي! د جمهوري نظام د ساتني لپاره قربانۍ ته وړاندي کول خو اصلاً د بحث وړ نه دي!
شيخ صاحب د داسي امارت مشر دی چي ديپلوماتانو ته يې د نړۍ فرعون او ستا بادار ټرمپ د ملاقات پټ دعوت ورکوي او پدې هيله چي دوی به زما د فرعونيت خيال وساتي او په راتګ به مي په جوړه شوې دسيسه کي ښکېل سي خو د امارت ځېرک ديپلوماتان دده دعوت تر وخت مخکي بولي او انتظار کوي يې!
او ته د خپل بادار ټرمپ څخه په وار وار غوښتنه کوې چي يو ملاقات راکړه! خو هغه تا يو بې ارزښتنه مزدور او کم قيمته د لاس آله بولي او بده ورته ښکاري چي تاته د ملاقات وخت درکړي!
نو آيا ته د أميرالمؤمنين شيخ صاحب حفظه الله سره د پرتلې وړ يې؟! نه! هيڅکه نه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close