دولتي ځواکونه: د طالبانو پر وړاندې د شګو بندونه

یوازې په لسو ورځو کې د طالبانو لخوا پر درو ښارونو ستر عملیات کول او د سقوط پر ګړنګ یې درول، او ۹ ولسوالۍ نیول له شکه پرته د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو پر ناتوانۍ باندې دلالت کوي. دا ځواکونه اوس د شګو پر بندونو بدل شوي، چې په هیڅ صورت د طالبانو د سیلاب مخه نشي نیولای.

 

ابراهیم میر

پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل له پیل راهیسې د کابل حکومت پر امنیتي ځواکونو تر ۸۳ میلیارده زیات امریکايي ډالر لګول شوي دي.

خو لکه څنګه چې په افغانستان کې د امریکا نورې لګېدلې پیسې تر ډېره اوبو وړې او کومه ګټه یې نه ده ترې لاسته راوړې، دا رنګه پر امنیتي ځواکونو مصرف کړي ډالر یې هم بېځایه تللي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) د کال د هرې ربعې په راپورونو کې دا خبرې تل زمزمه کوي چې: د کابل حکومت دولتي ځواکونه لا هم پر امریکا متکي دي، نور ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري، له بهرنیانو پرته د امنیت ساتلو او راوستلو توان نه لري، مشران یې په فساد کې تر پوزې غرق دي، تلفات یې ډېر دي، جلب وجذب یې ورځ په ورځ کمیږي او نور.

سیګار پر خپل ځای، که د تېرو لسو ورځو امنيتي واقعاتو او وضعیت ته پام وکړو، له ورایه معلومیږي چې دا ځواکونه، له یوې ځانګړې قوې پرته، په اصطلاح د طالبانو پر وړاندې د شګو بندونه دي.

د تیرې اګست میاشتې په ۳۱مه، په نیمه شپه کې، طالبانو پر کندز ښار باندې برید وکړ. سهار چې خلک راکښېناستل، طالبانو د ښار پر سړکونو پرتې ټولې پوستې نیولې وې او په حوزو کې یې له پاتې عسکرو سره مرمۍ تبادله کولې. دې عسکرو په داسې حال کې جنګ کاوه چې د یوه لاس په ګوته یې ماشه وهله او په بله یې د مخابرې تڼۍ نیوله او پرلپسې یې د کومک غوښتنه کوله. غرمه مهال، طالبان د بمبار او د خپلو اهدافو تر ترلاسه کولو وروسته بېرته پر شا شول.

پر کندز د برید د ورځې په شپه، د سپټمبر په اوله، د ګاونډي بغلان ولایت پر مرکز پلخمري ښار باندې بریدونه پیل شول. دلته هم عینا د کندز ښار کیسه تکرار شوه. طالبان غرمه مهال بیا هم د خپلو موخو تر ترلاسه کولو وروسته د ښار څنډو ته ووتل. [پلخمري نن لسمه ورځ لا هم محاصره دی.]

د سپټمبر د ۶مې په لومړیو ساعتونو کې پر فراه ښار عملیات پیل شول. نهو بجو ته طالبان د ښار په لومړۍ او دویمه حوزه کې کښته پورته کېدل. لسګونو عسکرو ته تر مرګژوبلې اړولو وروسته له دې ځایه هم ولاړل.

تر دې سترو بریدونو وروسته، د ولسوالیو وار راورسېد:

د سپتمبر په ۳مه، طالبانو د بلخ د زارع ولسوالۍ مرکز د لنډې مودې لپاره ونیو. پر فراه ښار باندې د برید د ورځې په غرمه طالبانو د فراه اناردره او د کندز خان آباد ولسوالۍ ونیولې. تر خان آباد یوه ورځ وروسته، د سپټمبر په ۷مه، دشت ارچي سقوط شوه. تر دشت ارچي ارچي یوه ورځ وروسته، د سټمبر په ۸مه، د کندز قلعه زال او د بغلان ګزرګاه نور ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېدې.

تر دې وروسته، د کندز او بغلان په ګاونډي تخار ولایت کې طالبانو په دوو ورځو کې درې ولسوالۍ (خواجه غار، ینګي قلعه، او درقد) ونیولې.

یوازې په لسو ورځو کې د طالبانو لخوا پر درو ښارونو ستر عملیات کول او د سقوط پر ګړنګ یې درول، او ۹ ولسوالۍ نیول له شکه پرته د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو پر ناتوانۍ باندې دلالت کوي. دا ځواکونه اوس د شګو پر بندونو بدل شوي، چې په هیڅ صورت د طالبانو د سیلاب مخه نشي نیولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close