ټرمپ ته د نیویارک ټایمز ځواب: طالبان به تر هغو جګړه کوي، چې امریکایان یې هیواد کې وي

عزم(سه شنبه، ۱۹ وږی ،۱۳۹۸)مشهورې امریکایی ورځپاڼې د امریکایی ولسمشر هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ویلي یې وه «طالبان د څو نورو لسیزو لپاره جګړه غواړي» دګڼ شمیر امریکایانو غبرګونونه او ځوابونه راټول کړي او په یوه خپره شوې مقاله کې یې د هغوی له قوله ویلي« طالبان به تر هغو جنګیږي، ترڅو چې یې لویدیځ اشغالګر چې د دوی هیواد ته په زور ورغلي، له هیواده نه وي ایستلي»

نیویارک ټایمز ته د امریکا د فلوریډا ایالت یوه اوسېدونکي « ایډ ایروین» ویلي، زما یو ډګروال ملګري په افغانستان کي اته ځله د عسکري خدمت کړی دی، هغه پدې وروستیو کي راته وویل چي‌ ولې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو ملاتړ کوې:«زما ډېر همسنګره یاران همدااوس د ارلینګټن په هدیره کي پراته دي. که چیري موږ همدې جنګ ته دوام ورکړو، ډېر نور امریکايي عسکر به هم هلته ښخ شي.»

ورځپاڼه د امریکا د میرلینډ ایالت اوسیدنکی «کیت ټیډمن» هم راغږولی او د جمهور رئیس ټرمپ د دې پوښتنې ځواب یې ترې پوښتلی؛ نوموړي یې په غبرګون کې ویلي، دا یو مهم سوال دی، طالبان زموږ غوندي د جنګ سره بې حوصلې نه دي. هغوی د اوږدې مودې لپاره تیاری نیولی، هغوی له حوصلې ډک خلک دي.

ورځپاڼه د ټرمپ د دې پوښتنې یوځواب دویتنامي جنرال، «جیاپ» له قوله را اخیستی؛ چې له هغه د یوې مرکې پر مهال ، پوښتل شوي و، دڅومره نور وخت لپاره به یې له امریکایانو سره جنګ کړی وای؟ هغه یې په ځواب کې ویلي و،«ښايي ۲۰ کاله، حتی ۱۰۰ کاله—تر هغه وخته به جنګېدلای چي کامیابي مو ترلاسه کړی وای.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ایلنیوز ایالت اوسېدونکی، «والټ زلوټوو» له قوله لیکي: د ټرمپ د دې سوال جواب دا دی،«تر هغو چې غربي اشغالګران یې له خپله ملکه نه وي ایستلي، طالبان به جګړې ته ادامه ورکړي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close