کرېکټ: افغان ۱۹کلونو له هندوستان څخه ماتې وخوړه

عزم(سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د ۱۹کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د اسیام جام په سیالیو کې افغان لوبډلې په درېیمه لوبه کې له هندوستان څخه ماتې وخوړه.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله  یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د ۴۰،۱اورونو په لوبولو یې یوازې ۱۲۴ منډې وکړې او هندوستان ته یې د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.

په افغان توپ وهوونکو کې عابد تڼیوال ۳۹، فرهان زاخېل ۲۹ او صدیق الله اتل ۲۵ منډې جوړې کړې، خو پاتې لوبغاړي په کمو منډو وسوځېدل.

د هندوستان په توپ اچوونکو کې سوشانت مېشرا ۵ او ویندو انکولکر څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

که څه هم هدف کم و، خو افغان توپ اچوونکو د هندوستان پرله‌پسې لوبغاړي وسوځول، خو په وروستیو کې یې لوبه د درې ویکټو په شتون کې وګټله.

نوراحمد ۴، شفیق الله غفاري ۲ او جمېشدخان ۱ هندوستانی لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې له دې وړاندې پاکستان او کویټ څخه سیالۍ ګټلې وې، خو له هندوستان څخه یې ماتې وخوړه.

سږکال د ۱۹کلونو څخه د کم عمره اسیا جام په سرېلانکا کې کېږي، چې د افغانستان په ګډون پاکستان، بنګله‌دېش، سرېلانکا، هندوستان، کویټ، عرب متحده امارات او نیپال لوبډلې پکې لوبېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close