ننګرهار کې ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړی

عزم(سه‌شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړی دی.

په ننګرهار کې د روغتیايي کارکوونکو ټولنې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي،« په لوی ننګرهار کې د روغتيايي کارکوونکو د اتحاديې د رئیس د شهادت له امله نن سه شنبه د جلال اباد په ښار کې ټول طبي سکتور، خصوصي روغتونونه، خصوصي کتنځایونه، درملتونونه، غاښونو کتنځايونه او لابراتوارونه ټول  د غمرازي له کبله تعطیل او بند دي. د طبي سکتور ټولې برخې د بیړنیو واقعاتو پرته نور خدمات نه تر سره کوي.»

بېګاه شپه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د باختر روغتون ته نږدې د ډاکټر نوروز شینواري په موټر کې ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له امله چاودنه شوې وه، چې نوموړی پکې وژل شوی و او دوه تنه نور پکې ټپیان شوي وو.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ چارواکو وايي، نوروز شینواري په ختیځ زون کې د ډاکټرانو د ټولنې مشري هم کوله او له دې وړاندې هم ورته ځینو مافیايي کړیو ګواښونه کړي وو.

د یادونې وړ ده، له نوروز شینواري څو ځلې د پیسو غوښتنه هم شوې وه او څو ځلې یې د کور د دروازې مخکې بمونه ورته کېښودل شوي وو، خو نوموړی ترې روغ وتلی و.

ډاکټر نوروز شینواری  د هډوکو او بندونو په برخه کې  د هېواد په کچه  یو ډېر ټکړه او پیاوړی  ډاکټر وو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ژمنه کړې، چې د دې پېښې مسوولین به خامخا د قانون منګولو ته سپاري او په سخته سزا به یې رسوي.

تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس پوهاند مسعود نېکبخت هم په ورته پېښه کې وژل شوی و، چې مسوولین یې تراوسه پیدا نه شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close