یو اېس اې ټوډې: د امریکايي عسکرو وژنه به ډېره شي

عزم(دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): یو اېس اې ټوډې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د درولو وروسته به د امریکايي عسکرو په وژنو کې هم زیاتوالی راشي.

ورځپاڼې لیکلي، اصلي کیسه وخت روښانه شوه، چې کله طالبانو د امریکايي چارواکو هغه غوښتنه ونه منله، چې طالب استازي یې ډېوېډ کمپ ته غوښتي وو، څو ټرمپ هم له طالبانو سره وګوري او د سولې هوکړه‌لیک هم همالته لاسلیک شي.

د ورځپاڼې په باور، امریکايي چارواکو وروسته له هغه له طالبانو سره خپل مذاکرات ودرول، چې په کابل کې د طالبانو په برید کې یو امریکايي عسکر ووژل شو او ۱۲ نور ټپیان شول.

یو اېس اې ټوډې ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله ښودلې، که چېرې طالبان خپل حسن نیت وښيي، تاوتریخوالی راکم کړي او د القاعده ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړي، په هغه صورت کې امکان لري چې ولسمشر ټرمپ له دوی سره خبرې له سره پیل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close