ته سـولـه څـه کـوې !

نه تر اوسه وژل سوی یې، نه تر اوسه ژوبل سوی یې.
نه دي ورور وژل سوی، نه دي ماما ژوبل سوی.
ټول عمر دي د سفارتونو، موسسو معاشونه وخوړل، ښه لوکس موټر لرې، ښایسته دریشي دي په تن ده.
د دفتر هینداري دي ضد مرمۍ دي، فوق العاده ګاردان لري، چي د دفتره بیرون سي نورې زرې موټري دي په خدمت کي دي، کله چي په بازار کي روان یې پولیس، ترافیک دي په خدمت کي دي، ټولي لاري ستا پرمخ خلاصي دي، خو د ولس پرمخ بند دي.

کله چي کور ته ورسېږې، ټول کور دي چار دیوالي دی، نه مرمۍ ورباندي تاثیر کوي، نه انفجار ، ستا د کور لاري کوڅې د ټول ملت پر مخ بندي دي. پنځه سړک مخکي ستا نظام قرولونه برملا ښکاري.
ماښامنۍ ډوډۍ دي په کانټینټل او پنځه ستورو هوټل کي ده.
په جیب کي دي دوه تابعته دي، یوه پښه دي د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کي ده، جمعې ورځ دي امریکا کي ده.
د اونۍ نوري ورځي دي، کله په دفتر کي دي، کله د امریکا د سفیر سره په سفارت کي.
ماشومان دي په بهرنیو فوق العاده مکتبنو، پوهنتنو کي درس وایي، کورونه، مزدوران، موټران د دوی په خدمت کي دي. پیسې د دې ملت د جیب ور رواني دي.
ستا اولادونو په ټوله ژوند یې ټک ندی اورېدلې.
ته چي کله مریض سې یوه پښه دي تر هندوستان ده، بله دي تر امریکا ده.

ستا تر دفتر تګ په شلو واسطو ممکن ندی که دي طبیعت وو، عریضه به امضا کړې، کنې د عارض پر مخ یې ورغورځوې.

ته سوله څه کوې؟
په یوه بانک کي دي د ډالرو اکاونټ خلاص دی، په بل کي دي د افغانیو خلاص دی.
یو کور افغانستان کي لرې، بل په دوبۍ کي. اروپا خو هسي هم ستا کور ده.

ته سوله څه کوې؟
زرګونه ډالر معاش د دولت خورې، قرادادونه دي په خپل نوم دي، امکانات دي د ولس په هغو پیسو درته اخیستل سوي چي په سختو ګرمیو او یخ کي یې د لاس په تڼاکو ګټلي، او دولت ته یې د ټیکس او محصول په نوم ورکړي،
خو جیب ته ستا مفتي ولیږي.

ته سوله څه کوې؟
رشوت درته رسیږي، شراب، کباب دي په خدمت کي دي، سکرتره دي پیغله انجلۍ ده.

سوله خو زه غواړم چي:
د ماښام ډوډۍ لرم، سهار په نهاره کارته وځم، ترڅو دابل ماښام ته یوه ګوله ډوډۍ پیداکړم.
بچي مي پر سړکانو پلستیکونه کاغذونه ټولوي او خپل مور ته یې راوړې ترڅو چاي، ډوډۍ په پخه کړي.
مکتب، مدرسې ته د غریبۍ څخه نسي تلای، یاخو یې وس نلرو او یا راپسي نور هلکان ملنډي وهي وایي دا غریب دی.
ترڅو چي ماښام کورته راځم د مور، پلار او ښځي په زړه مي یو رب خبر دی چي ژوندی به راسم، که به کوم انفجار یا بمبار کي له منځه تللی یم.
په اونۍ کي پنځه ورځي کار ته وځم، کله کار راته پیداسي، کله تر ماښامه د مزدورانو سره پر پلکې ناست یم د زړه په حال مي یو رب خبر وي
دجمعې په ورځ د خپل ورور، تره، ماما، کاکا پر زیارتونو ګرځم.
خلک اخترونه د خوشحالۍ سره لمانځي مونږ ډوډۍ د اوښکو سره خورو.
د ژوند هیڅ امکانات راته میسر ندي.
پر کور مي وحشي جابر، ظالم چاپه راووهي د کور غړي مي زما په مخ کي په ګولیو سوري سوري کړي.
عزت، او پت او ناموس ته مي لاس واچوي، زه لاس تړلی بې وسه ورته ګورم.

ماشومان مي د الوتکو له درانه او ډاروونکي غږه تر سهاره ژاړي.
د وخت حاکم بیا بیل جبر او ظلم راسره کوي، غاصب، قاتل خپل دبدبه راباندي کوي.

سوله خو زه غواړم چي:
هره ورځ جنازې پورته کوم، مسجدونه مي د فاتحو د خلکو څخه نه خالي کیږي، د هر کور کمبلي مي په وینو سرې ده.
ډله ډله یتیمان راباندي چاپیر دي او راته ژاړي د خپل پلار جان او ورور جان فریادونه راته کوي، زه بې وسه ورته ګورم، غمونو مي پر زړه داغونه کښلي، تکي تنها یم بېله خپل رب بله چاره نلرم، پدې نیت ناست یم چي نن یا سبا به د بدلون لمر راباندي راوخیژي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close