ټرمپ د جګړې ختمولو لپاره تر مذاکراتو بله غوره لار نه لري

خط اول

نن د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ سره له طالبانو سره د خپلو ډيپلوماټانو مذاکرات، چې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې روان دي، درېدلي اعلان کړل.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي چې په کابل کې د طالبانو په وروستي برید کې د یوه امریکايي عسکر او ۱۱ نورو کسانو د وژل کېدو له امله یې دا ګام اخیستی دی.

نوموړي همداراز له هغو لیدنو هم پرده پورته کړې چې ټاکل شوې وه نن یکشنبه یې په کمپ ډیويډ کې له اشرف غني او د طالبانو له مشرانو سره جلا جلا وکړي. اشرف غني او طالبانو ته دا وړاندیز د تیرې اګست میاشتې په وروستیو کې شوی و، چې طالبانو رد او غني قبول کړی و.

لکه څنګه چې نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو بریدونه د مذاکراتو د درېدو لامل بلل تشه پلمه ده. ۱۴ میاشتې ستړې کوونکي او پرلپسې مذاکرات د یوه امریکايي عسکر د وژل کېدو له امله فسخ اعلانول – هغه هم په داسې حال کې چې د هوکړې مسوده تیاره او کوربه هېواد ته سپارل شوې وه – کوم منطقي ګام نه ښکاري. همدارنګه د مذاکراتو له پیل راهیسې هم امریکا او هم طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی؛ سلګونه ولسي وګړي او څو تنه امریکايي عسکر هم ووژل شول، خو ټرمپ ولې په هغه سرِ وخت کې د مذاکراتو بندولو پرېکړه نه کوله؟

د ټرمپ دا پرېکړه هم د ځینو نورو په څېر غیرمتوقعه وه –نوموړی په تېر کې له دې ډول پرېکړو او څرګندونو پر شا شوی دی، نو ځکه امکان نشته چې د تل لپاره دې د مذاکراتو دروازه وتړي.

څومره چې معلومه ده – د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له څرګندونو هم همداسې ښکاري – ټرمپ ځکه د مذاکراتو د درولو امر کړی چې طالبانو د هوکړې په اړه د متحده ایالاتو شرایطو ته غاړه نه ږدي. پر اوربند او ځینو نورو مسایلو باندې امریکايي مرکچیان ټینګار کوي، خو طالبان یې په اړه خبرو کولو ته نه حاضریږي.

ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې وعده کړې وه چې د افغانستان په شمول په نورو هېوادونو کې د امریکا جنګونه به پای ته رسوي. نوموړی له همدې فکر سره په سپینه ماڼۍ ننوت، څو میاشتې وروسته یې یوه کاملا جنګي او بې ګټې سټراټيژي اعلانه کړه، د هغې تر ناکامېدو وروسته یې د امریکا له پخواني دریځه پښه واړوله او خپلو ډيپلوماټانو ته یې له طالبانو سره د مذاکراتو پیلولو امر ورکړ. لس پړاوه مذاکرات وشول، دواړه لوري په اصولو کې هوکړې ته سره ورسېدل او کله چې خبره د هوکړې د اعلانېدو ځای او نېټې ته ودرېده، ټرمپ په خپله دې غیرمتوقع پرېکړه سره هر څه په لغته ووهل.

د نوموړي دې پرېکړې – چې له شکه پرته نه د افغانستان او نه هم د امریکا په ګټه ده – امریکايي او د کابل حکومت  جګړه-خوښي زیات خوشحاله کړل خو دا خوشحالي یې باید دایمي نه وي.

ټرمپ په هر صورت له افغانستانه وتل غواړي. د وتلو تر ټولو غوره لار مذاکرات دي. بې مسؤلیته او له یوې هوکړې پرته وتل هم د امریکا او هم د سیمې لپاره ناوړه پایلې لري – چې پخپله امریکا یې هم لیدو ته زړه نه ښه کوي. امریکا مذاکراتو ته مجبوره ده او بېرته به، لکه څنګه چې ښکاري، دا درېدلې پروسه پیل کړي، ان شاءالله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close