فېسبوک د لایکونو د تعداد پر پټولو غور کوي

فېسبوک ویلي چې ښايي د کاروونکو له پوسټونو د لایکونو د تعداد آپشن پټ کړي.

د TechCrunch رسنۍ د خبر له مخې، فېسبوک ورته تایید کړې چې کېدای شي د پوسټونو د لایک ونوشمېر د نورو خلکو له نظره پټ کړي او یوازې هغه کس به یې لیدلای شي چې پوسټ یې کړی وي. نور کاروونکي به یوازې ایموجي او یوه یادونه ویني چې دا پوسټ د فلاني په شمول ځینو نورو کسانو، پرته له دې چې د لایکوونکو ټول شمېر وښوول شي، خوښ کړی دی.

فېسبوک شرکت ویلي چې په دې اړه پر یوه ازمایش باندې غور کوي، خو تر دې دمه یې پیل کړی نه دی.

تر دې وړاندې انسټاګرام هم په اووو هېوادونو کې د لایکوونکو او فالو کوونکو د شمېر پټولو ټیسټ کړی و.

ویل کیږي د لایک د شمېر پټولو لامل د ځینو کاروونکو هغه بد احساس دی کله چې وویني د نورو په نسبت یې پوسټونو کم لایکونه اخیستي دي. په دې سره به دا رنګه یو کس د نورو لخوا د خپل پوسټ د تایید او یا هم د هغوی د پاملرنې رااړولو په کیسه کې نه وي.

د یادونې وړ ده، ټویټر هم اعلان کړی چې د لایکونو د شمېر پټولو پر موضوع باندې غور کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close