غربي مطبوعات: ټرمپ له طالبانو سره خبري کېنسل کړې

راټولوونکی: واحدفقیري

بلومبرګ لیکي ټرمپ د طالب مشرانو سره په کمپ ډېویډ کي خپل مخفي ملاقات هله کېنسل کړ چي د سولي د مذاکراتو سره بې حوصلې سوی وو. د ټرمپ د ملي امنیت مشاور، جان بولټن، ورته ویلي ول چي دا موافقه «مکمله نده»، او ډېري زیانمني کندي او خسارې لري. نو لهذا، ټرمپ غوښتل چي پدې برخه کي شخصا مداخله وکړي، او اشرف غني او طالب مشران يې واشنګټن ته رادعوت کړل.

که څه هم د طالبانو هیات امریکا ته را و نه رسېد، خو ټاکل سوې وه چي ملا عبدالغني برادر به يې مشري کولای. بلومبرګ لیکي دا به یوه حیرانونکې صحنه وای چي ملا عبدالغني برادر او ټرمپ مخامخ سره ناست وای.

بلومبرګ لیکي چي جان بولټن ټرمپ ویلي ول چي خلیلزاد د طالبانو مبهم شرایط مني. امریکا اصرار کاوه چي طالبان باید د کابل د حکومت سره خبري وکړي، خو طالبانو دا خبره مدام رده وله. ټرمپ غوښتل چي په کمپ ډېویډ کي د طالبانو او اشرف غني تر منیځ مینځکړیتوب وکړي.

بلومبرګ لیکي د طالبانو سره د خبرو کېنسلول دا مسله راپورته کوي چي ټرمپ به د جمهوري ریاست تر انتخاباتو پوري له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو ژمنه پوره نه کړي. او که چیري هغه پخپل سر له افغانستانه راووزي، دا به د طالبانو بیا حاکمیت مسلم او حتمي کړي.

په پاکستان کي د امریکا پخوانی سفیر، رایچارډ ولسن، وايي د طالبانو سره مذاکرات یو عالي کار نه وو. خو واقعیت دا دی که چیري موږ خپل امنیت غواړو،‌ موږ باید د افغانستان د داخلي جنګ مخه ونیسو.

د امریکا د نظامي ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډینفورډ،‌وايي که چیري په تشدد کي کموالی راغلی وای، د طالبانو سره به مذاکرات کامیابه او ښه تلقي سوي وای. (سپټمبر ۷)

ګارډین:
ګارډین لیکي چي د طالبانو سره د خبرو قطع کول په افغانستان کي د سولي پروسه تر جدي سوال لاندي کړې ده. او د امریکایانو سره د ټرمپ هغه وعده يې هم تر سوال لاندي کړې ده چي امریکايي عسکر به راوباسي.

ګارډین لیکي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د احتمالي سولي موافقه تر ډېره حده سري ساتل سوې وه، خو باید د بل کال په سر کي له پنځو نظامي اډو څخه ۵۰۰۰ عسکر راایستل سوي وای. ګارډین لیکي ټرمپ په افغانستان کي د امریکايي عسکرو پاته کېدل مدام «مضحک» توصیفول. (سپټمبر ۷)

واشنګټن پوسټ:
اخبار لیکي د طالبانو سره د خلیلزاد مذاکرات مبهم او نیمګړي پاته سول، او دا هم معلومه نده چي ایا ټرمپ به د طالبانو سره د سولي معامله بېخي کېنسل کړي او که به دا خبره د زیاتو امتیازاتو د لاسته راوړلو لپاره وکاروي. واشنګټن پوسټ لیکي ټرمپ له ډېر وخت راهیسي ویل چي امریکا په افغانستان کي د «پولیس وظیفه» اجراکوي. اخبار لیکي د کمپ ډېویډ مجلس به ټرمپ پدې توانولای وای چي د مذاکراتو کریډیټ خپل کړي. (سپټمبر ۸)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close