نیویارک ټایمز: ټرمپ ولې له طالبانو سره د مذاکراتو درېدو امر وکړ؟

(عزم – یکشنبه، د وږي ۱۷مه، ۱۳۹۸): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، نن یک شنبه، پر خپل ټویټر باندې ولیکل چې په یوه وروستي برید کې د یوه امریکايي عسکر او څو نورو کسانو د وژل کېدو له امله یې له طالبانو سره مذاکرات ودرول. خو اصلي لامل څه و؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي چې د طالبانو-امریکا د مذاکراتو درېدو لامل د طالبانو عملیات نه وو، بلکې دا تر ډېره حده د یوې پلمې شکل لري.

ورځپاڼې، نن د سپټمبر په ۸مه، په خپل یوه راپور کې، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر لخوا د دواړو لورو د مذاکراتو د درېدو د امر په اړه خپور شوی، د ځینو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د خبرو درېدو اصلي لامل د هوکړې د نهايي کېدو او اعلانېدو په اړه د امریکا شرایطو ته د طالبانو غاړه نه ايښودل و.

د راپور له مخې، په دې وروستیو کې ټرمپ د مذاکراتو په اړه په بحثونو کې زیات مشغول ښکارېده او پلان یې درلود چې د طالبانو له مشرانو او ولسمشر اشرف غني سره په کمپ ډیویډ کې جلا جلا لیدنې ولري.

خو د طالبانو مشرانو دا وړاندیز رد کړ او دا یې ”سیاسي انتحار“ ته د امریکا لخوا د دوی د ورکشولو له هڅې سره مشابه وبلله. امریکا هم هڅه کوله چې د کمپ ډیویډ تر لیدنو وړاندې له طالبانو سره د بندیانو د موضوع په شمول نور پاتې موضوعات نهايي کړي.

خو اشرف غني دې لیدنې ته تیاری وښود څو په دې ډول مذاکراتو کې د ورګډېدو او وضاحت ترلاسه کولو چانس پیدا کړي.

راپور زیاتوي، د طالبانو-امریکا د مذاکراتو وروستی پړاو په داسې حال کې روان و چې جګړه په شدت سره روانه وه او امریکايي عسکر هم پکې ووژل شول. د طالبانو د بریدونو په ځواب کې امریکايي مرکچیانو دا واضحه کړې وه چې د خبرو پرېکون ته نه، بلکې د هوکړې نهايي کېدو ته لومړیتوب ورکوي.

د نیویارک ټایمز په خبره، د تړون د اعلان څرنګوالی لا روښانه نه و، او متقابلو غوښتنو دا موضوع نوره هم پېچلي کړه. په دې غوښتنو کې د افغان جګړې ختمولو په اړه د ټرمپ د انتخاباتو وعده، د خپلو ځواکونو د نه پاشل کېدو په اړه د طالبانو حساسیت، د خپل اصلي متحد او سپانسر د ملاتړ لرونکي په حیث د کابل حکومت د ښکاره کېدو اړتیا او د مذاکراتو د کوربه توب له امله د امتیاز / کریډټ اخیستلو په اړه د قطر غوښتنه شامله وه.

د نهم پړاو مذاکراتو تر ختمېدو وروسته، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته ولاړ او هلته یې ولسمشر اشرف غني ته د کمپ ډیویډ د لیدنې وړاندیز وکړ. اشرف غني دا وړاندیز قبول کړ او امریکایی لوری یې دې ته تیار کړل چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب دې هم له ده سره په پلاوي کې ګډون ولري. ښاغلی محب پر خلیلزاد او د سولې په اړه د امریکا پر پالیسۍ د نیوکو له امله له هغو غونډو بهر پاتې کېدو ته اړ دی چې امریکايي چارواکي حضور پکې لري.

د کابل حکومت د چارواکو په خبره، که ولسمشر د کمپ ډیويډ غونډه کې ګډون کول رد کړي و، نوموړی به د سولې په لار کې خنډ اچوونکی بلل شوی و.

د راپور په پای کې د یوه افغان چارواکي له خولې لیکل شوي چې تر دې وروسته دوې خبرې معلومې دي: جګړه به تېزه او د ولسمشریزو ټاکنو کار به مخ پر وړاندې روان شي.

د یادونې وړ ده، طالبانو نن د سولې د مذاکراتو درېدو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې دا به یوازې امریکا ته زیان ورسوي. نور جزیات دلته

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close