طوطي او د کلمې تکرار

جبیر افغان

استاذ شاګردانو ته د توحید د عقیدې درس ورکاوه. هغوی یې د لااله الاالله دکلمې پر مفهوم او د هغې پر مقتضیاتو پوهول. یوه ورځ یو شاګرد استاذ ته یو طوطي د سوغات په توګه راوړ. استاذ د مرغانو او پیشو ساتلو ډېر شوق درلود. د وخت په تیرېدلو سره د استاذ د طوطي سره هم خورا محبت پیدا شو او طوطي به یې هم د ځان سره درس ته وړی، تر داسي چې طوطي لااله الاالله ویل زده کړل او شپه او ورځ به یې د لااله الا الله کلمه ویل.

یوه ورځ شاګردانو ولیدل چې استاذ په سلګو سلګو ژاړي. لامل یې ترې وپوښت نو استاذ ورته وویل چې:«افسوس! نن زما طوطي مړ شو». شاګردانو ورته وویل چې ته ولي ورپسي ژاړې؟ که دي خوښه وي مونږ به له دې ښایسته او غوره طوطي درته راوړو.

استاذ ورته وویل چې زما د ژړا لامل دا نه دی چې زه په طوطي پسي خفه یم، بلکي کله چې پیشي پر طوطي حمله وکړل نو هغه مهال طوطي په زوره زوره چیغي وهلې تر داسي چې مړ شو، حال دا چې همدې طوطي له دې مخکي تل لااله الاالله ویل. مګر کله چې پیشو پرې حمله وکړه نو له چیغو او نارو پرته یې هیڅ له خولې نه وتل. لامل یې دادی چې طوطي لااله الا الله له زړه څخه نه بلکي صرف یې د ژبي پر سر ویل.

وروسته استاذ ورته وویل چې زه وېرېږم چې زمونږ حال هم د دې طوطي په څير نه شي. یعني مونږ ټول ژوند په ژبه لااله الاالله وایو خو د مرګ پر وخت مو هغه هیره نشي او هسي نه پر ژبه مو جاري نشي، ځکه چې زمونږ زړه د دې کلمې له حقیقت او له تقاضې سره ناآشنا دی. شاګردانو چې دا واورېدل نو هغوی هم په ژړا شول.
فکر وکړئ! آیا مونږ د لااله الاالله په حقیقت د زړه له کومي پوه یو او کنه؟
په یاد ولرئ!
اسمان ته پورته کېدونکی تر ټولو ستر شی اخلاص او پر ځمکه راشوه کېدونکی تر ټولو ستر شی توفیق دی. په کوم بنده کې چې څومره اخلاص وي، د هماغه په اندازه به توفیق مومي.
ای الله! مونږ ته په خپل قول او عمل کې اخلاص رانصیب کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close