کرېکټ: افغانستان بنګله‌دېش ته ۳۹۸منډې هدف ورکړ

عزم(یکشنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او بنګله‌دېش ملي لوبډلو ترمنځ په روانه پنځه ورځنۍ لوبه افغانستان بنګله‌دېش ته د ۳۹۸ منډو هدف ورکړ.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې وکړې، چې رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲، راشدخان ۵۱ او افسر ځاځي ۴۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

په بنګله‌دېشي توپ اچوونکو کې تاج الاسلام ۴، شکېب الحسن ۲، نعیم حسن ۲ او محمدالله ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

بنګله‌دېش په خپله پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې. مومن الحق ۵۲، مصدق حسین ۴۸، لیتن داس ۳۳ او سومیا سرکار ۱۷ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړای شوې.

په افغان توپ اچوونکو کې راشدخان ۵، محمد نبي ۳، قیس احمد۱ او یمین احمدزي هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې په خپله دوهمه پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۰ منډې وکړې، چې ابراهیم ځدراڼ ۸۷، اصغر افغان ۵۰، افسر ځاځي ۴۸ ناسوځېدلې او راشدخان ۲۴ چټکې منډې جوړې کړې. خو نور لوبغاړي ښه ونه ځلېدل.

په بنګله‌دېشي توپ اچوونکو کې شکېب الحسن ۳، مهدي حسن میراز۲، تاج السلام ۲ او نعیم حسن هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

اوس بنګله‌دېش دوې ورځې لري، چې د افغان لوبډلې له لوري ۳۹۸ منډو هدف پوره کړي.

افغان توپ اچوونکو ته پکار ده، چې بنګله‌دېشي لوبغاړي ژر وسوځوي او ځانونه بریا ته ورسوي.

د افغان لوبډلې دا درېیمه پنځه ورځنۍ لوبه ده، خو بنګله‌دېش په پنځه ورځنیو لوبو کې اوږده مخنیه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close