مونږ ولي ګناه کوو..؟

 

ليکنه: ثناءالله معصوم

تل دا کوښښ کوو چې ځان له ګناه څخه وساتو..
خو، اما ولې مونږ په دغې اراده او عظم کې نه کامیابېږو..؟

ولې چې هر ځل ګناه وکړو، ورسته بیا د پښېمانۍ اظهار کوو او په دغه خبره بیا اعتراف هم کوو چې یو ناوړه عمل مو ترسره کړ.

پوښتنه داده چې ولې له اول څخه له دغه کاره ځان نه شو ژغورلی..؟
ولی داسي کار په خپل اختیار وکړو چې ورسته بیا ورنه نفرت کوو..؟

ښایي ځواب یې ټولو ته واضح وي؛
هره ګناه چې له مونږ څخه کیږي دا د شیطان هغه کوشش او سعیه ده چې ربﷻ ته ېې په هغه وخت کې وویل چې کله اللهﷻ له خپل درباره وراټۀ
﴿ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴾ [سورة ص: ۸۲] ژباړه:ستا په عزت مې قسم دی چې زه به ستا نېکان بنده ګان ګمراه کوم،
دا نو د شیطان لوی ګواښ راته متوجه شو او شیطان زمونږ هغه لوی دښمن ده چې نه غواړي یو بنده دې په نیک اعمالو ځان تر جنته ورسوي او بل طرف ته بیا اللهﷻ ورته په جواب کې وفرمایل:
﴿ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴾ [ص: ۸۵] ژباړه:يعنې خامخا به ډک کړم جهنم ستا او ستا له تابعدارانو څخه.

اوس مونږ څنګه کولی شو چې ځانونه د شیطان له ملګرۍ وژغورو او د الله ﷻ له عذابه ځان بچ کړو؟

ایا الله ﷻ يې کومه طریقه راته ښودلې ده.؟

هو،،!
اللهﷻ يې واضحه طریقه او لاره راته ښودلې ده چې په دغه طریقه کولی شو چې ځانونه دشيطان له ملګرتیا او د اللهﷻ له نافرمانۍ څخه وژغورو..

اللهﷻ فرمايي:

﴿ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ﴾ [العنکبوت: ۴۵] ژباړه: په تحقیق سره ستاسو لمونځ تاسو منعه کوي له فحشاء او منکراتو څخه،،

یعنې چې څوک لمونځ کوي له هغه څخه به ګناه نه کېږي.
اوس ولې مونږ لمونځ کوو او بیا هم ګناه راڅخه کېږي…؟
خو دلته یو حقیقت په مونږ خلط شوی ده، کوم لمونځ چې له ګناه څخه انسان راګرځوي دا کامل لمونځ دی، ځکه دا قاعده ده چې کوم شی مطلق ذکر شي رجع یې فرد کامل ته کېږي، دلته په ایت کې صلاة مطلق ذکر دی، نو صلاة کامل ورڅخه مراد دی، چې پوره لمونځ وي.
نو اوس به دا څنګه معلوموو چې پوره لمونځ به څنګه وي.
راګرځو قرآن کریم ته، الله ﷻ فرمایي:
﴿ قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ۝ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴾ [المؤمنون: ۱ـ۲] ژباړه: په تحقیق سره کامیاب خلک هغه دي چې په لمونځونو کې عاجزي کوې.
په لمونځ کې عاجزي دلمانځه دارکانو او شرائطو په پوره معنا عملي کول دي.
ځکه هغه کس ته سخت سارق(غل)ویل شوی ده څوک چې دلمانځه په ارکانو کې تقصیر کوي او په ارام او سکون سره یې نه ادا کوي

راځم خپل مقصد ته که غواړو چې له ګناه څخه ځان وژغورو نو باید خپل لمونځونه برابر کړو.
ځکه د اللهﷻ واضح فرمان ده چې فرمایي لمونځ مو له فحشا او منکراتو راګرځوي،

کله چې هم له مونږ څخه ګناه وشوه باید پوه شو چې په لمونځ کې مو نقصان دی

پای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close