ډاکټر غني دې خپل حيثیث وپيژني!!!

ليکوال: م. جميل باور

په دې ورستيو کې د ګران هيواد د ازادۍ له پاره آزادي غوښتونکو طالبانو د هيواد په لر او برکې په اشغالګرو او د کابل ريژيم په مليشو خپلو بريدونو ته زور ورکړى، تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د سرتيرو بريدګرو لخوا دوه ځله اشغالګر امريکايان په نښه شول چې درنه مرګ ژوبله يې ور واړوله.

له کندوز او بغلان وروسته پرون جمعه په فراه ولايت هم د آزادي غوښتونکو طالبانو لخوا ډله ليز بريدونه ترسره شول چې ټوله ورځ روان و اوردرنه مرګ ژوبله يې له ځان سره لرله.

د اشغال د پای ته رسولو په هدف له نظامي لارو چارو سره طالبان کوښښ کوي له سياسي او ډيپلوماتکو لارو هم د افغانستان بحران ته يو جامع حل پيدا کړي او په همدې اساس د طالبانو او امریکايانو ترمنځ نهه پړاوه خبرې شوي دي چې د خبرو په نهم پړاو کې د توافق نامې يوه مسوده هم چمتوشوه او ممکن په نژدې راتلونکي کې د دواړو خواوو لخوا لاسليک هم شي.

په تازه انکشاف کې ويل کيږي چې امريکا ته د ډاکټر غني پلان شوی سفر د سپينې ماڼۍ لخوا ځنډول شوی دی، اشرف غني غوښتل له طالبانو سره د امريکانو پر شوي توافق خپله ناخوښي ولسمشر ټر مپ ته ورسوي، چې بريالي نه شو.

وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړی استازى ډاکټر زلمى خليلزاد او په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ ميلر په يو ناڅاپي سفر قطر ته ورسيدل، طالب او امريکايي سرچينو دا خبر تاٸيد کړى، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند او له امريکايانو سره دمذاکراتي ټيم غړي سهيل شاهين په خپل ټيويټر پاڼه ليکلي چې خليلزاد او ميلر د اسلامي امارت د سياسي مرستيال او د قطر د سياسي دفتر له مشر الحاج ملابرادر اخند سره هم کتلي او په وروستيو پرمختګونو يې ورسره خبرى کړي.

جنرال ميلر او خليلزاد په داسې مهال قطر ته سفر کوي چې په افغانستان کې وروستۍ څو ورځې د امريکايانو لپاره ډيرې خونړۍ وې چې ګڼ شمير امريکايي او ڼاټو عسکر پکې ووژل شول.

زلمى خليلزاد قطر کې له طالبانو سره دنهم پړاوه دخبرو ترپايته رسيدو وروسته کابل ته سفر وکړ ترڅو دګډ حکومت چارواکي له شته پرمختګونو خبرکړي، خو د ځينو سرچينو په وينا اشرف غني او خليلزاد لفظي شخړه وکړه چې په ځواب کې يې د جنرال سکاټ ميلر لخوا د اشرف غني صلاحيتونه محدود شول، د ريژيم د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته امر وشو چې له دې وروسته به د ډاکټر غني په ځاى په کابل کې د امريکا له سفير (جان باس) څخه امرونه اخلٸ همداخبره نن کرۍ ورځ د ځينو رسنيو او د ټولنيزو رسنيو د فعالانو لخوا دنشرياتو د سرټکى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close