هغه زړه بوږنونکی خبر چې دهر با احساسه افغان زړه زخمي کوي خو پټ ساتل شوی دی

لیکنه: نورمحمد ایقاظ

هیله ده چی لیکنه په دقت وګوری اوځان تری خبرکړي

هغه داچی دشهیدانواومعلولینو وزارت په نامه چی کوم وزارت دی ددی وزارت اړوند دنظامی شهیدانو اومعلولینو په نامه چی کوم بخش دی دهغه بخش دیوکارمندسره مخ سوم پوښتنه می ځنی وکړه چی دورځی څوتنه نظامیان وژل کیږی اویامعلول کیږی هغه مامور دنوم نه ښودلو په شرط راته وویل چی هره ورځ په اوسط ډول د دری سوو (300)تنونظامیانودوسیی یا اسناد زماترلاس تیریږی .
نوچی دری سوه ( 300)تنه نظامیان سی همداسی دری سوه (300)تنه طالبان فرض که نوملکیان خوحتماڅلورسوه(400) تنه کیږی ځکه ملکی تلفات ترنظامیانو زیات دی چی جمله هره ورځ زر(1000)تنه کیږی ځکه افغانستان شااوخوا دری سوه اوه اتیاولسوالی لری دهری ولسوالی یوتن عسکریوطالب اویوملکی دورځی تلفات فرض که دورځی څوتنه کیږی.
نوچی هره ورځ زموږ زرتنه (1000)افغانان معلول اویاوژل کیږی دکاله څوکیږی دری سوه اوشپیته زره(360000 )تنه كيږی ددی حکومت خو قریب 19کاله کیږی اول دری کال که جنګ کم وو دا شپاړس کاله خوشدیدجنګ دی نودری سوه اوشپیته زره دیوه کال تلفات چی په شپاړس کاله کی ضرب کړی څوکیږی اوه پنځوس لکه اوشپیه زره (5760000) تنه کیږی( انالله واناالیه راجعون)
ددي تعدادڅخه نیم وژل سوی اونیم معلول فرض کی مطلب پردوویه تقسیم کی څوکیږی اته ویشت لکه اواتیازره (2880000) وژل سوی کیږی اوهمدومره معلولین کیږی هغه چی دبدن اعضایه دلاسه ورکړی دی وبل چاته دژوندانه په چاروکی ضرورت لری.
نواوه پنځوس لکه اوشپیته زره خومستقیماتلفات سوه بیاددی تعداددهریوه کورنی په اوسط ډول اوه تنه فرض که چی غیری مستقیم تلفات څوکیږی اوه ضرب داوه پنځوس لکه اوشپیته زره څوکیږی ………….الله اکبر
هغه بندیان، زخمیان، مهاجر ، وهم اوترس، ستړیاوی، اقتصادی تاوانونه، لوږی تندی اوخرابی لادچابه یاددی

نوددومره تلفاتواومشکلاتو سره سره چی موږ دصلحی په پروسه کی خنډونه جوړوو دخپلوشخصی ګټوپه خاطردانتخاباتو ناری وهو یانوری بهانی لټوو نوداسی عمل څنګه توجیه کوی دسولی مخالف ته بایدپه کم نظروګورو نورتاسی اوستاسی قضاوت ……….

ایقاظ

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close