وال سټریټ ژورنال: د سپیني ماڼۍ په تقسیم اوقات کې د اشرف غني ملاقات نشته

 

د وال سټریټ ژورنال لیکي نه تر اوسه پوري واشنګټن ته د اشرف غني د سفر تاریخ تصدیق سوی دی، او نه هم دا څرګنده ده چي ایا سپیني ماڼۍ هغه رسما دعوت کړی دی او کنه.

اخبار لیکي له یوې خوا، په کابل کي د امریکا سفارت پدې اړه د خبریالانو سوالونه په واشنګټن کي خارجه وزارت ته راجع کوي. له بلي خوا، سپينه ماڼۍ پدې باره کي تبصره نه کوي، او بر علاوه د سپیني ماڼۍ په تقسیم اوقات کي د اشرف غني ملاقات نسته.

وال سټریټ ژورنال لیکي که چیري احیانا غني واشنګټن ته ولاړ سي، هغه به له ټرمپه وغواړي چي د عسکرو د ایستلو تقسیم اوقات تعدیل کړي، او بل دا چي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو خبره راپورته نه کړي.

امریکايي مبصر، ښاغلی کوګلمېن، وايي«د غني لپاره دا یو ستر قمار دی. ځکه ټرمپ ښايي د هغه دا دواړي مطالبې ردي کړي.» هغه علاوه کوي،«په داسي حال کي چي د غني لپاره انتخابات لومړیتوب لري، خو د ټرمپ لپاره د طالبانو سره موافقې ته رسېدل لومړیتوب لري، او د انتخاباتو په ځنډولو خوشحاله دی.»

کوګلمېن ادامه ورکوي او وايي،«خو غني فکر کوي چي د قمار دا داو باید ووهي. د کمسايي دانې باید ور وغورځوي، او ټرمپ ته شخصا ننواتي وکړي.»

وال سټریټ ژورنال لیکي اشرف غني پداسي وخت کي واشنګټن ته ځي چي د خلیلزاد سره يې ورابط سخت خراب سوي دي. خلیلزاد د سکاټ میلر سره یو ځای قطر ته تللی دی.(سپټمبر ۶)

 

سرچینه: والسټریټ ژورنال امریکایي ورځپاڼه

ژباړه واحد فقیري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close