کارپوهان: د ټاپي پروژه له تبلیغاتي اعلان پرته هیڅ عملي رنګ نه لري

عزم(جمعه، ۱۵وږی ،۱۳۹۸)د هیواد په لویدیځ کې سیاسي کارپوهان او د چارو شنونکي وایی، د ټاپي پروژه یواځې د اشرف غني لخوا د تبلیغاتي سوژې په توګه رسنیز اعلان وه او تر اوسه یې هیڅ عملي رنګ نه دی خپل کړی.
دغه پروژه چې ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۶ کال د کب د میاشتې په ۴ مه یې چارې پیل او تر ۲۰۲۰ م کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، لا یې هم چارې نه دي پیل شوې.
د اقتصادي چارو کارپوه یعقوب مشعوف وایی، د ټاپي پروژه چې خلکو او حکومت ته بیساری ارزښت لري، د حکومت د بې کفایتي له امله یې رسمي کار نه پیلیږي.
د هرات یو شمیر وګړي بیا وایي، حکومت چې کومې وعدې ورسره کړې وې، هیڅ یې نه دي عملي کړې او د ټاپي پروژې په هکله ټولې ژمنې یې تبلیغاتي او سیاسي وې.
بلخوا بیا د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وایی، که څه هم عملي کار نه دی شوی خو په وینا یې چې د ځمکو د استملاک او د هوا له لارې د سروې یې ۵۰ سلنه کار بشپړ کړی دی؛ هغه ادعا چې سیمیز خلک او اقتصادي کارپوهان یې د عامه اذهانو سیاسي غولونه بولي.
دغه پروژه چې هوکړه لیک یې د طالبانو د واکمني پرمهال لاسلیک شوی،  ډیری برخه یې هم د هغوی  له سیمو تیریږي، او  د بشپړې ساتنې او څارنې ډاډ یې هم ورکړی دی.
د ټاپي د ګازو نللیکه چې د ترکمنستان هیواد لخوا افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د لیږد پروژه بلل کیږي، افغانستان ته د ترانزیټ له امله ترې د کال ۴۰۰ عواید په لاس راځي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close