د طالبانو ډله ییز بریدونه څه په ډاګه کوي؟

خط اول:

له تیرې یوې اونۍ راهیسې طالبانو پر خپلو بریدونو کې خورا زیاتوالی راوستی چې په یوه اونۍ کې یې د دریو ولایتونو پر مرکزونو بریدونه ښه بیلګه ده.

د طالبانو دا ډول بریدونو خلک هیجاني کړي او ډول ډول تبصرې کوي چې طالبانو ولې او د کوم هدف لپاره دا ډول بریدونه کوي.

په تیره یوه اونۍ کې طالبانو د کندز، بغلان او نن د فراه پر مرکزونو بریدونه وکړل چې درې واړه بریدونه یې له بریاوو ډک او یو پیغام لرونکي وو.

د ولایتونو پر مرکزونو د بریدونو ترڅنګ طالبانو په همدغه اونۍ کې پر بهرنیانو هم درې ستر بریدونه وکړل چې دوه یې پرون په کابل او لوګر کې موټر بم بریدونه وو او دریم یې څو ورځې وړاندې د کابل په ګرین ویلیج کمپ وو چې د دوی له قوله پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د ۳۵ کسانو د مرګ ژوبلې خبر کورنیو چارو وزارت هم ورکړ.

دا چې دغو بریدونه څه په ډاګه کړل او د طالبانو هدف څه وو ځینې نظرونه لاندې را اخلو.

ویل کیږي طالبان او امریکا په مذاکراتو کې وروستي حد ته رسیدلی چې خلیلزاد دا په ښکاره ټکو طلوع نیوز سره په مرکه کې هم و ویل، خو دا هوکړه د ټرمپ لاسلیک ته انتظار دی نو طالبان غواړي ټرمپ ته دا پیغام ورکړي چې که هوکړه لاسلیک نه کړي دوی به یې په دا ډول بریدونو په زور له هیواده وباسي.

دویم دا چې له امریکایانو سره په مذاکراتو کې افغان حکومت څنډې ته شوی دی نو امریکایان دا فکر کوي چې زمونږ له وتلو به دلته بیا جګړه زور واخلي او کورنۍ جګړې به پیل شي، نو طالبانو ورته وښودله چې مونږ اوس دا وړتیا لرو چې په یوه یوه ورځ کې یو یو ولایت ونیسو.

همدا راز یې هغه غني ته هم پیغام ورکړ چې د سولې کلک مخالف او د جګړې پلوي ده چې که د جګړې له پلویتوب لاس وانخلي نو دا طمع دې نکوي چې عسکر به یې د دوی د بریدونو په وړاندې له ورځو زیات مقاومت وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې نن طالبانو د کندز خان اباد، د فراه انار دره  ولسوالۍ په بشپړه توګه و نیولې ، د طالبانو په لاس د یادو ولسوالیو د نیولو خبره سیمیزیو چارواکو هم تائید کړه، په یوه ورځ په یوه ولایتي مرکز او برید او تر څنګ یې د دوو ولسوالیو نیول، په ډاګه کوي چې طالبان کولای شي چې په څو محازونو کې جګړې ته ادامه ورکړي او له امریکا سره د مذاکراتو په وروستي پړاو کې خپل نظامي ځواک نندارې ته وړاندي کړي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close