طالبانو له کندز او بغلان وروسته پر فراه برید کړی دی

 

عزم(جمعه، ۱۵ وږی ۱۳۹۸): طالبانو نن د شپې په وروستیو کې سهار وختي مهال د فراه پر ښار برید کړی دی او دا مهال جګړه د شار په منځ کې روانه ده.
طالبانو په رسنیو کې یوه وړه ټوټه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري طالبان د ښار منځ ته رسیدلي او د جلب او جذب مرکز یې نیولی دی.

‏طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر په یو تازه ټویټ کې لیکلي دي چې ښاري کمربند یې مات کړی، د جلب او جذب مرکز ته ننوتلي، ګڼ شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې، زیاته وسله او مهمات لاسته ورغلي دي.

طالبانو داسې مهال د فراه پر ښار برید کړی دی چې په همدغه اونۍ کې یې د کندز او فراه پر ښار هم بریدونه کړي وو چې نن پنځمه ورځ لا هم بغلان ولایت د طالبانو تر محاصرې لاندې دی او په ښار کې جګړه روانه ده.

طالبانو یو پلو له امریکا سره مذاکرات وروستي پړاو ته رسولي خو بل لوري ته یې جګړو ته زور ورکړی چې پرون ورځ یې په بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري بریدونه وکړل او درې ورځې وړاندې یې په کابل کې په ګرین ویلیج کمپ برید ترسره کړ او دا دی په څو ورځو کې یې پر دریو سترو ښارونو بریدونه وکړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close