حقاني د متعهد ژوندانه الګو

 

حافظ نور احمد سعید

د انسان دخلقت موخه دواحد او لاشریک ذات بندګي ده،خو ډيری وګړي له اصلي مسیره او ښتي،د ځینو اوږده عمرونه په لهو لعب کې تېر شول، بعضي د دنیا، جاه او جلال د ترلاسه کولو په فکر او توطیو کې له دنیا ولاړل او یو لوی شمېر خو آن دخپل خالق او دهغه له استازو سره په جګړه او بغاوت بوخت پاته شول. دغه ډول انسانان که څه هم داشرف المخلوقات په صفت متصف دي،خو چهارپایان په مراتبو ترې بهتره دي، ځکه مجازي څښتنان یې چې کوم لوري ته سوقوي، په هماغه لاره ځي او د شپې او ورځې دهغه بې وسه انسان چې دخپل حقیقي څښتن څخه باغي دی په چوپړ کې وي.
کومو کسانو چې بیا دخپل مالک ورکړل شوی دستور منلی، نه یوازي داچې دخپل خالق دستور او کتاب یې د ژوندانه بل مشال ګرځولی،بلکې کوښښ یې کړی چې نور انسانان هم دکفر او فسق له تاریکۍ څخه راوباسي او داسلام او شریعت په نور منور شي.
له نیکه مرغه زموږ معاصر تاریخ د داسي هستیو د شهکارونو او حماسو څخه مالامال دی چې په خپلو وینو، اوښکو او خولو یې داسلام ډېوه، بله ساتلې، د کفر او فسق لویې- لویې امپراتورۍ یې نسکورې کړې، مظلوم ولسونه یې داستعمار له ځنځیرونو ازاد کړي، خپلواکي یې ترلاسه کړې او داسلام بیرغ یې داسي هسک کړی چې د خیر القرون یاد یې تازه کړی دی.
په ځانګړې توګه موږ ( دشوروي اشغال، شر او فساد او امریکایي یرغل په وړاندې مبارزو کې) داسي اتلان لرو چې نور ولسونه ترې بې برخې دي. د ذکر شوو مواصفاتو او امتیازاتو یو روڼ مصداق ارواښاد الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله دی.
جناب حقاني صاحب لوی عالم،نومیالی مجاهد، داخلاص، شهامت، صبر او استقامت هسک منار او دافغان ولس ستر ویاړ دی،داچې نن دحقاني صاحب لومړی تلین دی،نو همدا څو کرښې یوازي د ارواښاد یو یاد دی،ځکه په یوه لیکنه کې د ین او وطن ته دمرحوم حقاني رحمه الله خدمتونه، حماسې او کارنامې نشي را احاطه کیدای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close